د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په فلورېډا کې د رېپبلېکن ګوند غونډه لغوه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ د جولای پر ۲۳مه اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت د داسې لویې غونډې لپاره ښه وخت نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د جولای تر ۲۴مې، په امریکا کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر څلور میلیونه اوښتی دی.
په امریکا کې په نومبر کې ولسمشریزې ټاکنې کېږي خو دا ځل د کورونا وایرس وبا له وجې د رېپبلېکن او ډېموکراټ ګوندونو یو شمېر ولسي غونډې لغوه شوي یا اغېزمن شوي دي.
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اوسه په نړۍ کې تر شپږ لاکه ۳۲ زره زیات کسان وژلي دي.
د جولای تر ۲۴مې، په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر ۱۵.۵ میلیونه ته رسېدلی دی.
په عین وخت کې په نړۍ کې تر ۸.۷ میلیونه زیات خلک له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه جوړ شوي هم دي.
په نړۍ کې د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په ترتیب په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.