واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، په افغانستان او منځني ختیځ کې د خپلې جګړې پای ته پر رسولو کار کوي.
هغه د فبرورۍ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په کلنۍ وینا کې وویل، په افغانستان کې امریکایي پوځیانو په "زړورتیا" د جګړې په میدان کې پرمختګ کړی چې له کبله یې دا مهال د سولې په موخه خبرې روانې دي:
"موږ د امریکایانو د ژوند دفاع کوو. موږ په منځني ختیځ کې د امریکا جګړو ختمولو لپاره کار کوو. په افغانستان کې زموږ د عسکرو ارادې او مړانې زموږ لپاره د دې زمینه برابره کړې چې ډېر ښه پرمختګ وکړو او اوس د سولې خبرې روانې دي. زه نه غواړم چې په افغانستان کې لکونه خلک ووژنم چې اکثر یې بې ګناه دي. "
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه په خپله شاوخوا یو ساعته وینا کې زیاتې خبرې و نه کړې او د سولې بهیر د پرمختګ جزییات یې هم ورنکړل.
ټرمپ په کلنۍ وینا کې د افغانستان تر یادولو مخکې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپل هوډ ټينګار وکړ او ویېویل چې که ترهګر هر ځای د امریکا وګړي ګواښي واشنګټن به یې له منځه یوسي.
ټرمپ د بېلګې په توګه د ایران د قدس ځواک د پخواني مشر قاسم سلیماني یادونه وکړه.
هغه وویل سلیماني په عراق کې د څه باندې ۱،۰۰۰ امریکایي عسکرو د وژلو او ټپي کولو مسوول وو چې دوی په جنورۍ کې وواژه.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ختمېدو په اړه هم ولسمشر ډانلډ ټرمپ یادونه وکړه.
هغه وویل، امریکايي ځواکونو د "انسانانو د وینو تږی" د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر البغدادي وواژه او د هغه "خلافت" یې ورټول کړ.
د ټرمپ وینا د امریکا په کورنیو لاسته راوړنو، ښه اقتصادي وضعې، د نویو دندو پیدا کولو، پوځي وړتیاوو او په پای کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او یوه لنډه برخه هم د افغانستان په جګړې متمرکزه وه.
د فېسبوک تبصرې