د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم ژر تر ژره د تېلو "مصنوعي بحران" هواري امر وکړ


خلک وايي په پمپونو کې یا تېل نه پلورل کېږي یا ګران دي
خلک وايي په پمپونو کې یا تېل نه پلورل کېږي یا ګران دي

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم عمران خان اړونده چارواکو ته ویلي چې د پېټرولو او ډیزلو مسله هواره کړي.

دا تر هغې وروسته ده چې د جون پر لومړۍ نېټه حکومت د ټولې میاشت لپاره د تېلو بیې ښکته کړې چې ورسره سم، د هېواد په زیاتره برخو کې خلک پر پمپونو د تېلو په اخیستو کې له ستونزو سره مخامخ شول.

له هغې ورځې راهیسې په ځینو ښارونو کې خلک په لویو قطارونو کې د تېلو اخیستو لپاره ولاړ وي او په ځینو ځایونو کې تېل په پخوانیو بیو خرڅېږي.

د جون پر نهمه وزیراعظم عمران خان د وفاقي کابینې په غونډه کې د تېلو "مصنوعي بحران" پیدا کوونکو پر وړاندې د اقدام امر وکړ او چارواکو ته یې وویل چې د درو ورځو دننه دا مسله هواره کړي.

د خلکو ستونزو په اړه ویډيويي رپورټ

پاکستان کې تېل ارزان خو اخیستل یې ګران
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:45 0:00

حکومتي اقدامات

د کابینې تر غونډې وروسته د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي چې عمران خان د پېټرولو د زېرمتونونو (ډیپوګانو) د معاینې لپاره د پېټرولییم ډېوېژن، د تېلو او ګیس انتظام ادارې (اوګرا)، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) او د ضلعي انتظامیو له چارواکو څخه یې د کمېټیو جوړولو پرېکړه وکړه چې د تېلو زخیره کوونکو ضد به کارروايي کوي.

د پاکستان د توانایۍ (انرژۍ) چارو وزیر عمر ایوب د جون پر اتمه د قامي اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې حکومت چارواکو ته امر کړی چې د تېلو د ټولو کمپنیو او د تېلو پمپونو زخیرې وګوري چې تېل ورسره شته خو نه یې خرڅوي.

حکومت ضلعي انتظامیو او نورو چارواکو ته دا هم ویلي چې که څوک تېل نه پلوري نو نه یوازې دې کمپنۍ او پمپونه وروتړي بلکې اجازتنامې دې یې هم ورته ختمې کړي.

د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې اوسېدونکي وايي، حکومت دې عملاً اقدام وکړي.

د پاکستان حکومت د جون میاشتې لپاره د پېټرولو او ډیزلو بیې تر ۱۲ روپیو في لیټر پورې کمې کړې دي.

تر دې مخکې حکومت په مې، اپرېل او مارچ کې هم د تېلو بیې ټيټې کړې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG