د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د تېلو بیې ټيټې شوې، خو خلک یې نشي ترلاسه کولای


په اسلام اباد کې د تېلو یو پمپ. (انځور له ارشیفه)
په اسلام اباد کې د تېلو یو پمپ. (انځور له ارشیفه)

په پاکستان کې حکومت، په نړیوال بازار کې د تېلو کمو بیو ته په کتو، د جون میاشت لپاره د تېلو بیې ټيټې کړې. خو اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په اکثرو ښارونو کې په پمپونو کې تېل یا نشته او یا یې خلک په مشکل ترلاسه کوي.

ګڼ خلک په خپلو ګاډو کې د تېلو اچولو لپاره په قطارونو کې درېږي او انتظار باسي.

په ځینو پمپونو کې تېل په پخوانۍ بیه هم خرڅېږي او مالکان یې وايي، د تېلو پخوانۍ زېرمې (زخیرې) یې چې خلاصې شي نو بیا به یې بیې ټيټې کړي.

په ځینو پمپونو کې تر یوه حد زیات تېل نه خرڅېږي.

حکومت وايي، بیې یې خلکو ته د اسانتیاوو ورکولو په موخه ټیټې کړې دي.

د مشال راډیو د بېلا بېلو خبریالانو د معلوماتو پر اساس رپورټ د غږ په ځای کې واورئ.

د تېلو بیې ټيټې شوې، خو خلک یې نشي ترلاسه کولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG