د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم د غږیزو ټوټو خپرېدو په اړه پلټنیزه کمېټي جوړوي


شهباز شریف وویل له دفتره یې د خبرو غږیزې ټوټې خپرېدل یوه لویه بې پروايي او ناکامي ده - انځور له ارشیفه.
شهباز شریف وویل له دفتره یې د خبرو غږیزې ټوټې خپرېدل یوه لویه بې پروايي او ناکامي ده - انځور له ارشیفه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د ده له دفتره د پټو خبرو د غږیزو ټوټو خپرېدو د پېښې په اړه یوه لوړپوړې پلټنیزه کمېټي جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه پر دې موضوع د ملي امنیت په کمېټۍ کې بحث هم کېږي.

شریف د سېپټېمبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د غږیزو ټوټو خپرېدل، چې په پاکستان کې په انګرېزۍ اصلاح اډیو لیکس بلل کېږي، یوه لویه بې پروایي وبلله. "دا واقعاً لویه امنیتي ناکامي ده. خبره زما د شخصیت نه ده چې د شهباز شریف د خبرو غږیزه ټوټه خپره شوه، چې هر څوک منتخب وزیراعظم وي او دا ډول زموږ اډیوګانې خپرېږي، دا ډېر لوی سوالیه نښان دی."

وزیراعظم د سېپټېمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه د غږیزو ټوټو تر خپرېدو وروسته وویل، که داسې د وزیراعظم له دفتره خبرې ثبتېږي او بیا خپرېږي نو "څوک به بیا له وزیراعظم سره د وزیراعظم په دفتر کې ګوري؟"

شریف دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې پر ټولنیزو شبکو دعوې شوې دي چې په غږیزو ټوټو کې وزیراعظم شهباز شریف، وزیران، چارواکي او د واکمن مسلم لیګ (ن) مخکښه سیاستوالان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

په هغو ټوټو کې د یوشمېر کسانو غږونه اورېدل کېږي چې په اړه يې ويل کېږي چې د وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله، د دفاع وزیر خواجه اصف او د سردار ایاز صادق دي او په خپل مینځ کې له اسمبلۍ څخه د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو پر موضوع بحث کوي.

د بلې اډیو په اړه ادعا کېږي چې شهباز شريف او له يو بل کس سره خبرې کوي چې پکې له هنده د مسلم ليګ (ن) د مرستیالې مشرې مریم نواز د زوم د مشینونو درامد په اړه خبرې کوي.

خو وزیراعظم شهباز شریف وویل چې دا خبره ناسمه ده چې ګواکې د مسلم لیګ (ن) مرستیالې مشرې مریم نواز ورته د خپل زوم د کار کولو سپارښتنه کړې وه. دی وايي، یوازې له هند څخه د بورې یا چیني د کارخانې د مشینونو پر درامدېدو خبرې شوې دي.

تر نوموړي مخکې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د سېپټېمبر پر ۲۵مه له شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې ویلي ول چې وزیراعظم د غږیزو ټوټو د خپرېدو پر موضوع د ملي امنیت د کمېټۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه او جیو نیوز وايي، د سېپټېمبر پر ۲۸مه په غونډه کې د ملي امنیت د نورو چارو تر څنګ د وزیراعظم او د مرکزي کابینې د غړو د پټو خبرو خپرېدو پر موضوع بحث کېږي.

تر اوسه د خپرو شویو غږونو د کره والي تصدیق نه دی شوی.

د پاکستان مخالفه ګوند تحریک انصاف د غږیزو ټوټو خپرېدل د امنیت یوه ناکامي بللې او یوه مخکښه سیاستوال فواد چودري د سېپټېمبر پر ۲۵مه ویلي ول چې له دې ښکاري چې د وزیراعظم دفتر هم "محفوظه" نه دی. خو رانا ثنا الله د وزیراعظم د دفتر د خوندیتوب په اړه دعوې ناسمې بللې وې.

XS
SM
MD
LG