د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرنايي کې د ناامنۍ ضد احتجاجي پرلت پر پینځمه ورځ هم روان دی


په هرنايي کې پرلت د اګست ۱۴مې په احتجاج کې د ډزو پر مهال تر مرګژوبلې وروسته پیل شو - د اګست ۱۵مې انځور.
په هرنايي کې پرلت د اګست ۱۴مې په احتجاج کې د ډزو پر مهال تر مرګژوبلې وروسته پیل شو - د اګست ۱۵مې انځور.

د بلوچستان په هرنايي کې د ناامنیو او په وروستیو کې د احتجاج پر مهال په تاوتریخوالي کې د مرګژوبلې ضد احتجاجي پرلت پر پینځمه ورځ هم روان دی.

پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د اګست پر ۱۴مه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ضد د مظاهرې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي سیاستوال خالقداد بابړ په ډزو کې ووژل شو او اووه کسان ژوبل شول. مظاهره چیان وايي، امنیتي ځواکونو ورباندې ډزې وکړې چې پکې مرګژوبله وشوه.

پوځ ویلي ول چې د اګست ۱۳مې او ۱۴مې ترمینځ شپې مهال وسله والو د هرنايي په کوسټ (خوست) کې د ځواکونو پر پوستې برید وکړ او چې هغوی کله وسله وال محاصره کړل نو په ډزو کې دوه سرتېري ووژل شول او یو پوځي افسر ژوبل شو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، هغه مهال د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه ځايي کسان هم ژوبل شوي ول چې پرضد یې د اګست پر ۱۴مه مظاهره وشوه.

د اګست پر ۱۷مه په احتجاج کې د هرنايي ښځو او ماشومانو هم ګډون وکړ او په سیمه کې یې د امنیت لپاره نعرې وهلې.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند استازې شاهینې کاکړ په وینا کې له حکومته وغوښتل چې د اګست د ۱۴مې تاوتریخوالي عدالتي پلټنې وکړي.

هلته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د اعلاوزیر په امر له پرلتوالو سره د خبرو لپاره هرنايي ته ورغی او د اګست پر ۱۷مه یې ورسره خواخوږي څرګنده کړه. لانګو په خپلو خبرو کې له ځپل شویو کورنیو سره د انصاف ژمنه وکړه.

پرلتوال ټینګار کوي چې حکومت دې د امنیتي سرتېرو کیمپ له ابادۍ لیرې سیمې ته انتقال کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي دي چې خالق داد بابړ د هغو وسله والو په ډزو کې وژل شوی چې د اګست پر ۱۳مه یې پر امنیتي سرتېرو برید کړی وو.

XS
SM
MD
LG