د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوي کورونا وایرس په نړۍ کې وېره خپره کړې


چین کې روغتیايي کارمندانو له وایرسه د ژغورنې کالي اغوستي.
چین کې روغتیايي کارمندانو له وایرسه د ژغورنې کالي اغوستي.

نوی کورونا وایرس چې اوس یې په چین کې پېښې په کمېدو دي، خو په منځني ختیځ، اروپا او امریکا کې د خپرېدو په حال کې دی.

د دغه وایرس زیاتې پېښې په جنوبي کوریا، ایران، اېټالیه او جاپان کې ثبت شوې دي.

د مارچ له درېیمې راهیسې په ایران کې د وایرس ۲،۳۳۶ کېسونه تصدیق شوي او ورڅخه د مړو شمېر ۷۷ ته رسیدلی دی.

له راپورنو سره سم، د ایران د پارلېمان په ۲۳ غړو او د بیړنیو خدماتو د ادارې په مشر کې هم د وایرس تصدیق شوی.

بلخوا په اټالیا کې ۷۹ کسان د کورونا وایرس ناروغۍ وژلي دي.

دا تر چین څخه وروسته په بل هېواد کې د وژلیو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د نوي کورونا وایرس د ناروغۍ لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې ثبت شوې وې.

په جنوبي کوریا کې د کورونا وایرس ۵،۳۲۸ پېښې ثبت شوي.

د مارچ پر درېیمه په مراکش او اوکراین کې هم د دې وایرس لومړۍ پېښې ثبت شوې.

په ټوله نړۍ کې ۹،۲۰۰۰ زره کسان له دغه وایرسه ناروغه شوي دي چې پکې تر ۳،۱۰۰ زیات مړه شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG