د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا نړیوال به د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني؟


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر اتمه خپل حکومت اعلان کړ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر پر اتمه خپل حکومت اعلان کړ

طالبانو د کابل له نیولو څه باندې درې اوونۍ وروسته د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ سرپرست حکومت اعلان کړ.

ملا محمد حسن اخوند له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د طالبانو د مشرتابه شورا غړی وو او په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د والي او د وزیراعظم د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي.

په واشنګټن کې د یوه څېړنیز انسټیټیوټ رييس هاشم وحدتیار ته د طالبانو کابینه له څلورو نظرونو د پام وړ ښکاري.

نوموړي د سېپټېمبر پر اوومه د طالبانو د حکومت تر اعلان وروسته مشال راډیو ته وویل، "اوله خبره دا ده چې په دې کابینه کې ښځې نه شته، دویم دا چې په دې کابینه کې یو تاجک او یو ازبک دی، درېیم کابینه د حقاني شبکې او نورو طالبانو ترمنځ وېشل شوې او څلورم د کلیدي او تخنیکي وزارتونو لکه ټېکنالوژي او مخابراتو لپاره هم ملایان ګومارل شوي دي."

د طالبانو د مشر ۵۵ کلن ملا هبت الله اخوندزاده یادونه ښايي د دې لپاره نه ده شوې چې نوموړی له ۲۰۱۶ز څخه د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور تر وژنې وروسته د طالبانو مشر دی.

د طالبانو د کابینې مشر ملا محمد حسن اخوندزاده چې دوی رييس الوزرا (صدراعظم یا وزیراعظم) بللی، په کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو د تحریک له موسسانو څخه دی.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزیر ټاکل شوی او په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی چې ګومان کېده د طالبانو په کابینه کې به د بهرنیو چارو وزیر وي، د هغه وزارت چې امیرخان متقي به یې سرپرست وي، مرستیال ګومارل شوی دی.

دفاع وزارت ملا یعقوب ته ورکړل شوی چې د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر زوی دی او په مدرسه کې یې د ملاهبت الله اخوندزاده شاګردي کړې ده.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته ویلي چې کابینه یې ټول شموله ده.

دی وايي، د ريیس الوزرا مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په خټه ازبک، لوی درستیز فصیح الدین د بدخشان او د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف په خټه تاجک دی.

ده په کابینه کې د ښځو د نشتوالي په اړه وویل چې د "ډېرو هېوادونو" په کابینو کې ښځې نه شته.

د طالبانو له لوري په اعلان شوې سرپرسته یا موقت کابینه کې د ښځو وزارت حذف شوی، خو پر ځای یې د امربالمعروف وزارت زیات شوی دی.

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې هم طالبانو د امر بالمعروف اداره لرله چې ډېر خلک یې د ږیرې د نه لرلو په خاطر ځورول، ټېلېوېژنونه او عکسونه یې له منځه وړل او پر خلکو یې په زور د باجماعت لمونځونه کول.

په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته ویلي چې کابینه یې ټول شموله ده - انځور له ارشیفه.
په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته ویلي چې کابینه یې ټول شموله ده - انځور له ارشیفه.

تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو ولې خپله کابینه سرپرسته بللې ده.

ځینې طالبان وايي چې دا کابینه به د یوه بل ټولشموله حکومت تر جوړېدو پورې د لنډ وخت لپاره وي خو په ۱۹۹۶ز کال هم طالبانو سرپرسته کابینه اعلان کړې وه خو په ۲۰۰۱ز کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو پورې سرپرسته پاتې شوه.

د نړۍ هېوادونو دریځ

څرګنده نه ده چې د نړۍ هېوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه؟ خو ګڼو هېوادونو ویلي چې طالبانو ته فرصت ورکوي چې څه ډول حکومت جوړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د سېپټېمبر پر شپږمه وویل، که طالبانو ټولشموله حکومت جوړ کړ، د نوي حکومت په مراسمو کې به ګډون وکړي.

ترکیې ویلي، اړتیا نه ویني چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو کې له بیړې کار واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوشوغلو د سېپټېمبر پر اوومه په یوه مرکه کې وویل، په کار ده چې د افغانستان نوی حکومت ټولشموله وي، ښځو او قومي اقلیتونو ته وزارتونه ورکړي.

دې ته ورته دریځ اروپايي ټولنې هم ښوولی.

برتانیې هم ویلي چې "داسې ژر" به د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډامېنېک راب د سېپټېمبر پر دویمه په دوحه کې خبري غونډې ته وویل، طالبان باید د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره مسووله وګرځول شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې لا ډېر وختي دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG