د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار پولیس د پاکستان له ویزه اخېستونکو رشوت اخلي


د پاکستان کونسلګرۍ ته خلک په کتارونو کې ولاړ دي
د پاکستان کونسلګرۍ ته خلک په کتارونو کې ولاړ دي

جلال اباد - په ننګرهار کې د پاکستان ویزه اخېستونکي شکایت کوي چې پولیس او ځینې نور کسان ورڅخه زرګونه افغانۍ رشوت غواړي او که څوک پیسې ورنکړي، کونسلګرۍ ته یې نه پرېږدي.

یو شمېر کسانو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که پیسې ورنکړي نو په میاشتو، میاشتو ویزه نشي اخېستای.

یوه کس نوم و نه ښود خو ویې ویل چې په جېب کې یې "۴،۰۰۰ افغانۍ" لرلې خو یوه "سړي ورڅخه ۵،۰۰۰ افغانۍ وغوښتې. په هم هغه وخت مې ۱،۰۰۰ افغانۍ له بل چا راواخېستې" او هغه کس ته یې ورکړې.

خو د ده په وینا، پولیس سرتېری او هغه کس دواړه ورڅخه ورک شول.

پاکستان، افغانانو ته ویزه وړیا ورکوي او هېڅ فیس ورڅخه نه اخلي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري هم وايي چې خلکو ورته "څو ځلې شکایت کړی" دی خو لا یې ستونزه نه ده هواره شوې:

"زه تاییدوم چې دلته د پیسو او واسطې (سفارش) په زور ویزه په یوه، دوو ورځو کې اخېستل کېږي. موږ له ولایتي ادارې، له مرکز او خارجه وزارت سره دا مشکل شریک کړی، خو متاسفانه تر اوسه ورته د حل لار نه ده پیدا شوې."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د خلکو نیوکې مني خو وايي، یو لامل یې د ویزه اخېستونکو زیات شمېر دی.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته یوازې د هغه ولایت نه بلکې د کونړ، لغمان، نورستان، پکتیا، پکتیکا او خوست خلک هم ویزو اخېستو ته ورځي.

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، هره میاشت لسګونه زره افغانانو ته ویزې ورکوي.

سفارت په جنورۍ کې په یوه بیان کې ناروغانو ته په اسانۍ د ویزې ورکولو اعلان کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG