د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناکامورا جسد جاپان ته ورسېد، پر هوايي ډګر ورته دعا وشوه


د ناکامورا مېرمن او لور یې د جسد دلېږدولو لپاره کابل ته تللې وې.
د ناکامورا مېرمن او لور یې د جسد دلېږدولو لپاره کابل ته تللې وې.

پراګ ـ د جاپان د پلازمېنې ټوکیو په ناریتا هوايي ډګر د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د ډاکټر تېڅو ناکامورا جسد ته د درناوي او دعا مراسم پر ځای شول.

راپورونه وايي، جاپاني چارواکو په یوه مختصره خو پر وقاره دعاییه غونډه کې ډاکټرناکامورا ته درناوی وړاندې کړ. په دې غونډه کې د چارواکو ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ غړو هم برخه واخېسته.

د هغه لور او مېرمن د جسد د ترلاسه کولو لپاره تر دې وړاندې کابل ته تللې وې او هلته یې د افغان حکومت لخوا د فقید د درناوي په موخه جوړې شوې غونډې کې هم ګډون کړی وو.

افغان ولسمشر د ډېسېمبر پر اوومه د ډاکټر ناکامورا د جسد د رخصتولو پر مهال ویلي ول، د افغانستان د ټول ولس لپاره دا د ناورین ورځ ده ځکه چې خپل یو رښتونی خدمتګار او خواخوږی تن یې له لاسه ورکړی دی.

۷۳ کلن ناکامورا څو لسیزې په افغانستان کې کار کړی وو. نوموړی او پنځه نور افغانان د ډېسېمبر پر څلورمه په جلال اباد کې وژل شوي وو.

ناکامورا ته د ۲۰۱۹ کال په اپریل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعزازي شهریت هم ورکړی وو.

د نوموړي د وژنې زمه واري لا چا نه ده منلې. افغان چارواکو تر اوسه د ناکامورا د قتل تر شا د لاس لرلو په تور څوک نه دي نیولي.

د نړۍ بیلابیلو ملکونو، ادارو او چارواکو د ډاکټر ناکامورا پر قتل د خپګان څرګندونه کړېده او د افغانستان لپاره د هغه کړي خدمتونه یې ستایلي دي.

د جاپاني ر سنیو د معلوماتو له مخې، د ناکامورا جسد به د ډېسېمبر پر نهمه نېټه په جاپان کې د هغه پلرني ټاټوبي فوکوکا ته لېږدول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG