د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۳ وژلیو زامنو مور په افغانستان کې سوله غواړي


مریم له خپلو لمسیانو سره
مریم له خپلو لمسیانو سره

له ننه څه د پاسه څلور کاله مخکې د مریم درې زامن په ځانمرګي برید کې ووژل شول.

نوموړې وايي، په افغانستان کې په بریدونو او تاوتریخوالي کې ګڼ کسان وژل شوي نو ځکه په هغه هېواد کې د سولې اړتیا تر بل هر ځایه زیاته ده او په خبره یې، نه غواړي چې د هېواد نورې میندې د دې غوندې برخلیک سره مخامخې شي.

د کونړ ولایت اوسېدونکې ۴۸ کلنه مریم وايي، د ۲۰۱۶ز کال د فبرورۍ ۲۷مه د قیامت ورځ وه.

"غږ راباندې وشو. بس د قیامت ورځ وه تېره شوه. الله دې تاسې او ټول مسلمانان ترې وساتي او په موږ دې یې الله اسانه کړي. په غوږونو کې مې غرار وو. ځمکه او اسمان مې نه ‌پېژندل. په سترګو مې تور تم وو. نه ‌پوهېدم چې شپه ده او که ورځ."

مریم له ځانه اسمانرنګه چادري (برقع) تاوه کړې، د کور په انګړ کې پر کټ ناسته ده او دواړو خواو ته یې لمسي ورسره ناست دي.

د کور په یوه څنډه کې يې له یوې خټینې کوټنۍ د اور لوګی خېژي.

ارشیف، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې اوربند
ارشیف، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ۲۰۱۸ کال په کوچني اختر کې اوربند

د مریم څلور زامن به هر سهار له کوره یو ځای وتل.

یو یې د ښوونځي زده کوونکی وو او درو نورو به د ولایتي مرکز اسعد اباد د شهیدانو بڼ مخې ته پېکوړې، چېپس او سوپ پلورل.

د نوموړې په خبره، بچیو به یې هر ماښام کور ته یو څه وروړل چې ژوند یې په روان وو او "خپل ماشومان پرې راټول ول."

د ۲۰۱۶ز کال د فبرورۍ پر سهار هم د نوموړې بچي له کوره ووتل چې شاوخوا نهه بجې له شهیدانو بڼ سره نېږدې چاودنه وشوه او د مریم درې زامنو احسان الله، حبیب الله او روح الله په ګډون پکې ۱۶ کسان ووژل او ۴۰ ژوبل شول.

د نوموړې څلورم زوی جعفر په پېښه کې ژوبل شوی وو.

مریم وايي، د ځوانو بچیو غم، د کونډو او یتیمانو پاتې کېدو زور او ویر یې لیدلی او نه غواړي چې نورې میندې دا ډول حالت وویني.

"چې سوله وشي ښه به وي. موږ په سوله خوشالېږو. که جنګ وي، زموږ په څېر به نورې کورنۍ هم د غم په ټغر کښېني. پر موږ خو هسې هم راغلې ده. نور دې الله له دې بد حالته وساتي."

مریم دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر نهمه د افغانستان مشورتي لویې جرګې تر درې ورځنۍ غونډې وروسته ولسمشر اشرف غني وویل پاتې ۴۰۰ طالب بندیان هم خوشې کوي.

لویې جرګې پر طالبانو غږ وکړ چې د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر له بشپړېدو سره سم دې له بهانو پرته له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

د مریم مېړه ۵۲ کلن محمد عظیم د وژلیو زامنو په یاد کې اوښکې تویوي او وايي په دې هیله یې لوی کړل، ودونه یې ورته وکړل چې خوشاله ژوند ولري.

دی وايي، ځانمرګي برید یې ټول ارمانونه خاورې کړل.

"پر موږ سخته ځکه ده چې سپین ږېری یم، د مزدورۍ نه ‌یم. یو زوی مې معلول دی، لاس‌ يې کار نه‌ کوي. نور کاروبار هم نه ‌شو کولای. غریبي ده سختي راباندې ډېره ده. بس الله ته مو صبر دی."

د محمد عظیم کور په مرورې ولسوالۍ کې د لمر خاته لوري ته پر یوه سپېره او ډبرینه غونډۍ جوړ دی.

د کور مخې ته یې پر یوه بله خاورینه غونډۍ درې زامن ښخ دي.

مور یې هر سهار زیارت ته ورځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG