د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږکال د ملګرو ملتونو عمومي جرګې غونډه په ویډويي بڼه کېږي


د نړۍ مشران به دا ځل د ادارې ۷۵ مې کلیزې غونډه کې د ویډیو له لارې شرکت کوي.
د نړۍ مشران به دا ځل د ادارې ۷۵ مې کلیزې غونډه کې د ویډیو له لارې شرکت کوي.

د کورونا وایرس وبا له کبله سږ کال په سېپټېمبر کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي جرګې کلنۍ غونډه په ویډیويي بڼه تر سره کېږي.

عمومي جرګه ۱۹۳ غړي هېوادونه لري چې د جولای پر ۲۲مه یې پرېکړه وکړه چې د نړۍ مشران به دا ځل په ۷۵مه کلنۍ سرمشریزه کې د ویډیو له لارې ګډون کوي.

د سفري محدودیتونو او د غونډو پر مهال د کورونا وایرس خپرېدو ګواښ له کبله، د جرګې مشر تیجاني محمد ته غړیو هېوادونو لیک استولی وو چې پکې یې ورڅخه د ویډیويي غونډې غوښتنه کړې چې په ودانۍ کې د ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتو پېښو شمېر ۱۵.۱ میلیون ته رسېدلی او شاو خوا تر شپږ لاکه ۲۲زره زیات کسان ترې مړه شوي دي.

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښايي چې په نړۍ کې له کورونا وایرسه تر ۸،۶ میلیونه زیات کسان جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG