د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې "ګلابي بس سروېس" ولې ودرېد؟


د بسونو پروژه په اپرېل کې په مردان کې عملي شوه
د بسونو پروژه په اپرېل کې په مردان کې عملي شوه

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې په اېبټ اباد او مردان کې د ښځو او نجونو لپاره د ګلابي بسونو یو سروېس پیل کړ چې له یو کال څخه په کمه موده کې ودرېد.

په ۲۰۱۸ز کال کې د جاپان حکومت او د ملګرو ملتونو پراجېکټ سروېسېز ادارې ۱۴ ګلابي بسونه د خیبر پښتونخوا حکومت ته ورکړل.

د دې بسونو بیه ۱.۷۹ میلیونه ډالره وه.

په جاپان کې دې بسونو ته ساکورا (Sakura) ویل کېږي.

ساکورا په جاپانۍ ژبه د الوبالو (چیري) ګلانو غوړېدو ته وايي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال تور پورې کوي چې صوبايي حکومت دا پروژه ناکامه کړې.

جمشېد مومند د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، دا د ښځو او نجونو د سفر لپاره یوه ښه پروژه وه خو د حکومت د چمتووالي نشتوالي له وجې ناکامه شوه.

بسونه به د نجونو تعلیمي ادارو مخکې ته ولاړ ول خو چې په جون او جولای کې چوټیانې شوې نو دوی زما دوه ملګرې له کاره وایستې او موږ ته یې وویل چې د پیسو کمي له وجې تاسې ته هم ۴،۰۰۰ روپۍ تنخا درکوو.
اقصا خان

د ده په خبره، کېداشي حکومت د بسونو چلولو پیسې نه لرلې نو ځکه یې اوس "پېښور ته وړي دي او هلته ولاړ دي."

مومند د خپلو معلوماتو پر اساس وايي چې په پېښور کې هم له (بسونو کار نه اخیستل کېږي او دا منصوبه ناکامه شوې."

د خیبر پښتونخوا حکومت لومړی غوښتل چې دا بسونه په پېښور کې وچلوي خو چې هلته یې د چټک بس پروژه پیل کړه نو بیا یې اووه بسونه مردان او اووه یې اېبټ اباد ته ورکړل.

په مردان کې د ښځو لپاره ځانګړو بسونو د ۲۰۱۹ز په اپرېل او په اېبټ اباد کې یې په مې کې کار پیل کړ.

اقصا خان د مردان په ګلابي بسونو کې د خدمتۍ په توګه کار کاوه.

نوموړې د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په جون او جولای کې چې تعلیمي ادارې د اوړي لپاره وتړل شوې نو حکومت د دې دوه ملګرې کارکوونکې له دندو ګوښه کړې:

"اووه بسونه ول. موږ څلورو نجونو پکې کار کاوه. څلور بسونه به د نجونو تعلیمي ادارو مخکې ته ولاړ ول خو چې په جون او جولای کې چوټیانې شوې نو دوی زما دوه ملګرې له کاره وایستې او موږ ته یې وویل چې د پیسو کمي له وجې تاسې ته هم ۴،۰۰۰ روپۍ تنخا درکوو. خو ما ورته وویل چې ما پوره میاشت کار کړی نو پوره تنخا غواړم. زموږ میاشتنۍ تنخا ۱۶ زره روپۍ وه."

په بسونو کې به یوازې ښځو او نجونو سفر کاوه
په بسونو کې به یوازې ښځو او نجونو سفر کاوه

د اقصا خان په خبره، په مردان کې د ګلابي بسونو تر ۱۲ زیات تمځي ول چې ورباندې به یوازې ښځې او نجونه درېدې.

د دې په خبره له یو سټاپ (تمځي) څخه بل ته کرایه له ۲۰ واخله تر ۳۰ روپیو پورې وه "ښځې بسونو ته ډېرې خوشالېدې ځکه چې سهولت یې ډېر او کرایې یې کمې وې."

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکې ماه نور خان به هم په دې بسونو کې له کوره تر پوهنځي تلله.

نوموړې وايي، پخوا ورته "په رکشو کې تګ ګران وو نو دې بسونو ته ډېره خوشاله" وه ځکه چې یوازې "نجونه" به پکې ناستې وې نو "مخ" به مو هم "نه پټاوه، خو بسونه بیا ژر بند شول."

په مردان کې د ښځو د سفري اسانتیاوو لپاره دا حکومتي پروژه ولې ودرېده؟

دا پوښتنه مو د واکمن پاکستان تحریک انصاف له سیاستوال او د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالسلام اپرېدي څخه وکړه چې په مردان کې یې د بسونو دا سروېس پرانیستی وو.

یو ګلابي بس پر تمځي ولاړ دی
یو ګلابي بس پر تمځي ولاړ دی

ده د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، پروژه تاواني وه ځکه یې ودروله.

د اپرېدي په خبره، "په بسونو کې چا سفر نه کاوه، ځینې لارې او سټاپونه یې په سمو ځایونو کې نه ول نو ځکه به ښځینه سپرلۍ پکې نه وې او ځکه دا منصوبه ناکامه شوه."

په صوبايي اسمبلۍ کې د مردان استازی شوکت علي له نوموړي سره همنظره دی او وايي، "دلته روایات دا دي چې ښځې له کوره یوازې نه ووځي."

د ده په خبره، هڅې یې وکړې چې منصوبه ښه وچلېږي خو له "بده مرغه تاواني شوه."

تر دې مخکې په ۲۰۰۸ز کال کې چې عوامي نیشنل ګوند په صوبه کې د اېتلافي حکومت مشري کوله نو په پېښور کې یې د ښځو لپاره د ځانګړي بس سروېس پیل کړی وو چې هغه هم د سپرلیو د کم شمېر له وجې وتړل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG