د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له قریشي او باجوه سره لیدلي


 زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي
زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې لیدلي دي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره او له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په خپل یوه بیان کې ویلي چې له جنرال باجوه سره په لیدنه کې دواړو مشرانو د افغان سولې ترڅنګ د سیمې پر وضعیت هم ږغېدلي دي.

پوځ د دې لیدنې زیات جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې د لیدنې په وخت په پاکستان کې د امریکا سفیر پال جونز هم موجود وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې قریشي ویلي چې پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو اسانتیاو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد اسلام اباد ته په داسې حال کې سفر کوي چې په چارشنبه امریکايي استازو په قطر کې له طالبانو سره خبرې د ډېسېمبر ۱۲مې پر مازیګر د لنډې مودې لپاره ودرولې.

دا خبرې تر هغه وروسته ودرېدې چې طالبانو په بګرام کې پر پوځي اډې برید وکړ.

زلمي خلیلزاد د ډېسېمبر ۱۲مې شپې ناوخته پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي، له طالب استازو سره یې د پنجشبې پر ورځ په خبرو کې په بګرام کې د نړیوالو ځواکونو له اډ‌ې سره نېږدې د طالبانو پر حملې د "غوسې څرګندونه" وکړه.

ده لیکلي چې همدا لامل دی چې خبرې یې "د لنډ وخت" لپاره ځنډولي چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي له خپل "مشرتابه" سره د سولې پر موضوع "مشورې" وکړي.

پر ټوېټر د خلیلزاد بیان

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم د ډېسېمبر پر ۱۲مه، پر ټوېټر لیکي چې دواړه خواوې به د څو ورځو تر وقفې وروسته خبرو ته دوام ورکړي خو د خبرو ځنډېدو لامل یې نه دی ښوولی.

پر ټوېټر د شاهین بیان

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر حملې وروسته د طالبانو د سیاسي او پوځي مشرتابه ترمنځ د ژورو اختلافاتو خبر ورکړی وو.

دی زیاتوي چې طالبان باید سولې ته خپله لېوالتیا څرګنده کړي.

دواړو خواو دا نه دي ویلي چې خبرې بیا کله پیلوي.

د بګرام په برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه ژوبل شول.

په قطر کې د طالب او امریکايي استازو خبرې د ډېسېمبر پر اوومه پیل شوې وې پېنځه ورځې یې دوام وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG