د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو ځوانانو لپاره د کسبونو زده کړې پروګرام اعلان شو


په روزنیز پروګرام کې به د قبايلي ضلعو هلکانو او نجونو ته په لنډه موده کې شاوخوا ۶۰ کسبونه ښوول کېږي. 
په روزنیز پروګرام کې به د قبايلي ضلعو هلکانو او نجونو ته په لنډه موده کې شاوخوا ۶۰ کسبونه ښوول کېږي. 

د خیبر پښتونخوا حکومت د امریکا د نړيوال پرمختګ ادارې (یو اېس اې ای ډي) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په مالي مرسته د قبایلي ضلعو د ځوانانو لپاره د "اېکسیلیرېټيډ سکېلز ډېوېلپمنټ" په نوم د کسبونو او مهارتونو د زدکړو يوه پروژه اعلان کړې.

په روزنیز پروګرام کې به د قبايلي ضلعو هلکانو او نجونو ته په لنډه موده کې شاوخوا ۶۰ کسبونه ښوول کېږي.

په قبایلي ضلعو کې د کسبونو او مهارتونو د پروژې د همغږۍ چارو افسر انجینر محمد باعث د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، تر زده کړو وروسته به روزلي کسان د خپلو کاروبارونو پیلولو جوګه شي. "د فبرورۍ له ۱۴مې څخه تر د مارچ ۱۰مې نېټې پورې د قبايلي ضلعو هلکان او نجونه دې پروګرام ته انلاين [درخواست] ورکولای شي. تر اوسه يوشمېر کسانو مختلفو پروګرامونو ته [درخواست] کړی دی خو زه نجونو ته خواست کوم چې ضرور دې [غوښتنلیکونه دایر] کړي ځکه چې د روزنې دوران موږ ورته د هاسټل او پردې بندوبست هم کړی دی."

محمد باعث وايي، په کسبونو او مهارتونو کې د طب يا (مېډيکل) [ټېکنالوژۍ] یوشمېر کورسونه، د جامو ګنډلو، سیلګرۍ او [په هوټلونو کې] د مېلمه پالنې چارې، په رستورانونو کې د پخلي، ډرېوري، د کمپیوټر یوشمېر کورسونه، د تعميراتي کارونو لپاره د مشينرۍ د استعمال کورس او نور شامل دي.

نوموړی زياتوي، دوی به د روزنې پرمهال زده کوونکو ته وړیا استوګنه او میاشتنۍ پیسې هم ورکوي او چې کله کسب زده کړي نو د کار په موندلو کې به هم ورسره مرسته کوي.

د کسبونو او مهارتونو روزنیزې پروژې ته له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلونو پورې عمر لرونکي کسان درخواستونه کولای شي او د هر کورس د ښوولو ځای او په اړه یې د نورو معلوماتو لپاره په خپلو قبایلي ضلعو د انتظامیې له دفترونو سره رابطه کولای شي.

یو اېس اې ای ډي او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو کې د کسبونو ښوولو پروژې ترسره کړې دي.

XS
SM
MD
LG