د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ضلعو سکولونو کې ۳۵۰۰ نوي استادان ګومارل کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی د تعلیم محکمې ته امر کړی چې د قبایلي ضلعو په ۶۰۰ سکولونو کې دې نوي ۳۵۰۰ ښوونکي زر په کار وګوماري.

محمود خان په خپل فرمان کې ویلي، له نویو ښوونکیو څخه دې زر امتحان واخېستل شي څو د ۲۰۲۰ کال تر اپریل میاشتې پورې د قبایلي ضلعو په سکولونو کې استادان د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره موجود وي.

په همدې اړه د ډېسېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې یوه غونډه هم شوې چې پکې د محکمه تعلیم افسرانو، له قبایلي ضلعو د صوبايي اسمبلۍ غړو او د کابینې غړو هم برخه واخېسته.

قبایلي ماشومان وايي، استادان حاضري نه ورکوي.
قبایلي ماشومان وايي، استادان حاضري نه ورکوي.

وزیر اعلی د محکمه تعلیم افسرانو ته دا سپارښتنه هم وکړه چې د دې ټولې پروسې د څارنې لپاره دې د سکولونو څخه لیدنه وکړي. همدا رنګه وزیراعلی امر کړی چې د پېښور په ځای دې په هغو سیمو کې له استادانو څخه امتحان واخېستل شي چې چېرته هغوی استوګنه لري.

تر دې وړاندې په قبایلي ضلعو کې د سکولونو شاګردانو شکایت کاوه چې ښوونکي نه لري او یا هم کم دي او چې کوم دي هغوی هم په میاشتو میاشتو سکولونو ته سر نه ورښکاره کوي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کرمې د ۱۰۸مې حلقې غړی محمد ریاض شاهین وايي، اکثره وخت لیدل شوي چې د قبایلي ضلعو د سکولونو استادان له پاکستانه بهر په نورو هیوادونو کې کار کوي خو دلته هم ورته معاشونه ور رسېږي.

خو د وزیراعلی د تعلیمي چارو ځانګړی سلاکار ضیاالله بنګش وايي، اوس به هغه ټول استادان له دندو لرې کېږي چې سکولونو ته حاضري نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی دا هم ویلي چې په قبایلي ضلعو کې دې د هماغو سیمو ښوونکي په کار وګومارل شي او د استادانو د ټاکلو پروسه دې هم اسانه کړل شي.

XS
SM
MD
LG