د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ غونډې پر ګډوډوونکو بندیز ولګېد


اسد قیصر په خپل امر کې د قامي اسمبلۍ اووه غړو نومونه خپاره کړي چې غونډې ته نشي ورتللای. له ارشیفه د پارلېمان د ودانۍ انځور
اسد قیصر په خپل امر کې د قامي اسمبلۍ اووه غړو نومونه خپاره کړي چې غونډې ته نشي ورتللای. له ارشیفه د پارلېمان د ودانۍ انځور

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې د پارلېمان پر هغو غړو یې د جون پر ۱۶مه غونډې ته پر ورتګ بندیز لګولی چې غېرپارلېماني ژبه يې کارولې وه.

دا خبره اسد قيصر د جون پر ۱۶مه پر ټوېټر تر هغې یوه ورځ وروسته لیکلې چې د راتلونکي مالي کال پر بجټ د بحث پر وخت د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د حکومت او اپوزیشن غړو یو بل په سپکو نومونو یاد کړل، شور یې جوړ کړ او پر یو بل یې د بجټ د قانوني مسودې کتابچو وارونه وکړل.

اسد قیصر پر ټوېټر د خپل امر نقل خپور کړی چې پکې راغلي، "د جون پر ۱۴مه او ۱۵مه پر بجټ د اپوزیشن مشر [میا شهباز شریف] د وینا پر مهال د قامي اسمبلۍ د [یو شمېر] غړو چلند خورا نامنظم وو او د اصولو سرغړونه یې کړې" نو ځکه ورباندې د جون پر ۱۶مه غونډې ته پر ورتګ بندیز لګوي. قیصر په خپل امر کې د قامي اسمبلۍ اووه غړو نومونه خپاره کړي چې غونډې ته نشي ورتللای.

په پاکستان کې مالي کال د جولای پر لومړۍ نېټه پیلېږي او اکثر حکومت په جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي. په قامي اسمبلۍ کې زیاتره وخت د بجټ پر مسودې تاوده بحثونه کېږي خو د جون ۱۵مې په څېر پېښې کمې کېږي.

تر دې مخکې، د جون پر ۱۵مه شپې مهال اسد قيصر پر ټوېټر په جلا بیان کې ویلي ول چې د نازېبا الفاظو کاروونکو او د غونډې ګډوډوونکو خلاف اقدام کوي.

نوموړي په هغه بیان کې ويلي چې د اسمبلۍ په غونډه کې د حکومتي او حکومت مخالفه غړو "غېر پارلېماني رويه او نازيبا ژبه کارول د غندنې وړ او نهيلې کوونکی عمل دی."

نوموړي لیکلي چې د دې پېښې بشپړې پلټنې کوي او د پارلېمان هغو غړو ته د جون پر ۱۶مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون اجازه نه ورکوي چې "غېرپارلېماني ژبه يې کارولې وي."

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال لپاره خپل بجټ د جون پر ۱۱مه وړاندې کړ چې اوسمهال په اسمبلۍ کې ورباندې بحث روان دی.

اپوزیشن په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان تحریک انصاف له واکمنۍ راهیسې پر حکومت د ناسمو تګلارو تورونه پورې کوي او ورسره یې اختلافات له تېر کال راهیسې لا ژور شوي دي. حکومت د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي، د اپوزیشن سیاستوال له خپلو درغلیو څخه د ولس پام اړولو لپاره حکومت تورنوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG