د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: فېسبوک او ټوېټر د ولسمشر ټرمپ ځینې پوسټونه لیرې کړل


روغتیا پوهان وايي، ماشومان کې د کووېډ-۱۹ مړینې کچ کم دی خو په ناروغۍ ټول اخته کېدای شي
روغتیا پوهان وايي، ماشومان کې د کووېډ-۱۹ مړینې کچ کم دی خو په ناروغۍ ټول اخته کېدای شي

د ټولنیزو شبکو دوو لویو کمپنیو فېسبوک او ټوېټر د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پوسټونه په دې خاطر لیرې کړل چې د دوی په وینا د کورونا وایرس په اړه‌ یې ناسم معلومات خپاره کړي او په دې برخه کې د پالېسیو خلاف دي.

دا لومړی ځل دی چې ټولنیزې شبکې د یوه ولسمشر پیغامونه له خپلو پاڼو لیرې کوي.

فېسبوک د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له فېسبوک ‌پاڼې هغه ویډیو لیرې کړه چې په هغې کې دی ادعا کوي چې ماشومان له کورونا وایرسه خوندي دي.

فېسبوک وايي، یوه کوچنۍ ویډیو یې چې له فاکس نیوز سره له مرکې یې راخیستې وه، په دې خاطر لیرې کړه چې په هغې کې د 'کووېډ-۱۹' په اړه ناسم معلومات شامل ول، په غلطه ادعا شوې وه چې ماشومان له دې وایرسه خوندي دي.

دا لومړی ځل دی چې د ټولنیزو شبکو لویې کمپنۍ د مقرراتو د سرغړونې په خاطر د یوه ولسمشر پوسټونه یا لیکنې لیرې کوي.

روغتیا پوهان وايي، ماشومان له کورونا وایرسه معافیت یا خوندیتوب نه ‌لري، خو دا سمه ده چې تر لویانو د هغو ماشومانو د مړینو شمېر لږ دی په کووېډ-۱۹ اخته شوي.

دوی دا هم وايي چې ماشومان او ان د مور شیدې څښوونکي کوچنیان هم په کووېډ-۱۹ اخته شوي دي.

د فېسبوک او ټویټر نښې
د فېسبوک او ټویټر نښې

ټوېټر په موقتي ډول د ټرمپ کیمپېن رسمي اکاونټ یا پاڼه د ورته ویډیو د خپرېدو په خاطر بنده کړه او ویلي یې دي چې مخکې تر دې چې د بل ټویټ د خپرېدو اجازه ورکړي باید هماغه ویډیو ډیلیټ یا لیرې شي.

وروسته د ټرمپ ټیم له لوري په یوه ټویټ کې وویل شول چې له پوښتنو سره مخامخ شوې ویډیو لیرې شوه.

د ولسمشر ټرمپ د کیمپېن ملي مطبوعاتي ریيس مرستیالې کورټني پاریلا د فېسبوک او ټوېټر له لوري د ولسمشر د پوسټونو لیرې کېدو ته په اشاره وویل، دا د ولسمشر پر وړاندې د ټولنیزو شبکو یو بل ناوړه نمایش وو چې مقررات یوازې پر یوې خوا عملي کوي.

دې همداراز ویلي، ولسمشر دا حقیقت ویلی چې په کورونا وایرس د ماشومانو اخته کېدو چانس لږ دی او زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو کمپنۍ د حقایقو په اړه د قضاوت حق نه ‌لري.

ټرمپ په داسې حال کې په یوه مرکه کې د ماشومانو د کورونا په اړه څرګندونې وکړې چې هڅه کوي په امریکا کې ښوونځي بیا پرانیزي.

د ښوونځیو پرانېستل به سبب شي چې د ماشومانو میندې او پلرونه کارونو ته لاړ شي.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خپله ادعا تکرار کړه چې کورونا وایرس پر ماشومانو لږ اغېز لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG