د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې پر ملي پوځ موټر بم ځانمرګی برید، ۳۰ سرتېري وژل شوي


په غزني کې د ۲۰۲۰ز کال په مې کې هم پر ملي پوځ موټر بمي برید شوی وو.
په غزني کې د ۲۰۲۰ز کال په مې کې هم پر ملي پوځ موټر بمي برید شوی وو.

افغان چارواکي وايي، په غزني کې د ملي پوځ پر یوه مرکز په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده او د غزني د روغتون رییس بازمحمد همت مشال راډیو ته تایید کړې چې د نومبر ۲۹مې پر سهار په شوي موټر بم ځانمرګي برید کې ۳۰ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په حمله کې یوازې د ۱۰ پوځیانو وژنه تاییدوي.

د وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو ته وویل، "متاسفانه نن سهار یوه انتحاري بریدګر د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوې اډې ته څېرمه برید وکړ چې په دې پېښه کې موږ خپل ۱۰ تنه مېړني پوځیان له لاسه ورکړل او اووه تنه یې ټپیان شول. انتحاري بریدګر غوښتل چې اډې ته ننوځي خو د پوځیانو د ډزو په نتیجه کې په دې کار ونتوانېد او اډې ته نېږدې یې چاودنه وکړه."

د پوځ پر مرکز د ځانمرګي برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په غزني کې د تېرو میاشتو پر مهال د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ په دوامدار ډول جګړې شوې دي.

د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې وسله والو طالبانو په غزني ښار کې عمليات پيل کړي ول چې په سلګونو سرتېري، وسله وال او ملکيان پکې وژل شوي ول.

اخوا د نومبر پر ۲۹مه په زابل کې د ولايتي شورا مشر عطا جان حقبيان پر قافله په ځانمرګي بريد کې درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل دي.

په بريد کې د شورا مشر سرسري زخمي دی.

په تېرو څو میاشتو کې وسله والو پر یو شمېر ولایتونو بریدونه کړي دي او له ملي امنیتي ځواکونو سره یې نښتې شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG