د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان چارواکو په زور مسلمانه کړې عیسوۍ ماشومه ژغورلې


چارواکي وايي نجلۍ یې د کراچۍ یوه پناه ځای ته بیولې
چارواکي وايي نجلۍ یې د کراچۍ یوه پناه ځای ته بیولې

پاکستانیو چارواکو هغه ۱۳کلنه عیسوۍ نجلۍ ژغورلې چې په مبینه ډول په زور مسلمانه شوې او یوه ۴۴ کلن سړي ته واده شوې وه.

دا خبره د نجلۍ کورنۍ، چارواکو او وکیل د نومبر پر درېیمه کړې.

د عیسوۍ کورنۍ وکیل جبران ناصر ویلي چې پولیسو نجلۍ په کراچۍ کې د ښځو یوه پناه ځای ته بیولې او د نومبر تر پېنځمې عدالت ته تر حاضرېدو به هلته اوسي.

د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکو او عیسویو تنظیمونو تر درخواستونو وروسته عدالت پولیسو ته د نجلۍ د خوشې کولو او د هغه کس د ګرفتارۍ امر وکړ چې له تور سره سم، دا نجلۍ یې تښتولې وه او درې اوونۍ ورکه وه.

د دې کس نوم نه دی ښوول شوی او په اړه یې ویل کېږي چې د اغېزمنې کورنۍ ګاونډی وو چې ټاکل شوې د نومبر پر څلورمه عدالت ته وړاندې شي.

جبران ناصر هیله من دی چې د ماشومې د سکول سرټېفېکټ او سرکاري اسناد به ثابته کړي چې هغه نابالغه ده او پر دې اساس به یې مور و پلار ته وسپارل شي.

سیند های کورټ په ابتدا کې د نجلۍ هغه بیان منلی وو چې پکې دې ویلي ول چې ۱۸ کلنه ده.

په صوبه کې د واده قانوني عمر ۱۸ کاله دی.

فعالان په پاکستان کې د غريبو عيسايي او هندو کورنيو د نجونو په زوره د مسلمانولو او ودولو پېښې د يوې غټې ستونزې په توګه يادوي.

په ۲۰۱۹ز کې په پاکستان کې په مبينه توګه د دوو هندوو خويندو تر تښتولو او مسلمانولو وروسته د هغوی د واده وېډيو پر ټولنيزه ميډيا خپره او ورسره دغه موضوع ګرمه شوه.

په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ادارې يونيسيف ويلي، په پاکستان کې ۲۱ سلنه نجونه تر ۱۸ کلنۍ پورې او درې سلنه ۱۵ کلنۍ ته تر رسېدو مخکې ودېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG