د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او اوکراین ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او افغانستان څه اغېز کولای شي؟


د روسیې او اوکراین ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او افغانستان څه اغېز کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:57 0:00

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه پر داسې مهال د روسیې په سفر دی چې مسکو د اوکراین په ختیځ کې د دنېڅک او لوهانسک په نوم د سیمو خپلواکي په رسمیت پېژندلې او هلته یې د ځواکونو استولو اعلان کړی دی. د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته په خاصه توګه په تېره يوه لسيزه کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ تعلقات خورا ښه شوي دي. خو د عمران خان د دوه ورځني سفر پرمهال په هغه سیمه کې ترینګلتیا خورا زیاته شوې ده چې پکې روسیه او امریکا او د لویدیځ ملګري یې یو بل ته مخامخ شوي دي. پاکستان د سړې جګړې پرمهال او اوس هم له امريکا سره ښې اړيکې لري. اخوا پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول چې د روسیې په ګډون هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی. نو په داسې حال کې د اوکراین پر سر د روسيې او مقابل لوري امريکا او غربي هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان باندې څه اغېز کولای شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG