د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د قبایلو پرمختیا له افغان سولې سره تړلې ده


عمران خان وویل، د افغانستان سوله قبایلو ته ګټه رسوي
عمران خان وویل، د افغانستان سوله قبایلو ته ګټه رسوي

غلنۍ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو پرانیستل او په قبایلو کې د کاروبار او روزګار پراخېدل د افغانستان له سولې سره تړلي دي.

نوموړي د مارچ پر نهمه په غلنۍ کې ولسي غونډې ته په وینا کې وویل، کله چې په افغانستان کې سوله وشوه نو د مومندو د ګورسل سوداګریزه لار به پرانیزي.

دا لار له کلونو راهیسې تړلې ده او ولس یې په بیا بیا د خلاصولو غوښتنه کوي.

عمران خان وویل، "خدای دې په افغانستان کې سوله راولي" او د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه دې "خدای کامیابه" کړي.

خدای دې په افغانستان کې سوله راولي.
عمران خان

د پاکستان وزیراعظم وویل، د سولې د موافقې بریا نه یوازې د افغانستان ولس بلکې قبایلي سیمو ته هم "ګټه" رسوي چې ورسره به دوه اړخیزه "سوداګري" پیل شي.

د غلنۍ په لوی لوبغالي کې جلسې ته په وینا کې د پاکستان پر سیاست هم خبرې وکړې.

هلته د سیمې ځینو اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې له وزیراعظمه یې تمه وه چې د ولسي مشکلاتو د هواري لپاره یې اعلانونه او د عملي اقداماتو ژمنې کړې وای.

د جلسې پر مهال ځينې کسان د لوبغالي پر دېوال ختلي ول چې پکې یې نهه ورڅخه پرېوتل او ژوبل شول.

په دوی کې دوه کسان د سختو ټپونو له امله پېښور ته انتقال شوي او پاتې اووه یې د غلنۍ په روغتون کې بستر دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG