په عراق کې مظاهرچيانو د مې پر نهمه په کربلا کې د ايران کونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه کړې.
دوی دا هڅه د يوه نومیالي فعال د وژنې په غبرګون کې کړې ده.
ايهاب وزني د هغو حکومت ضد مظاهرو له منتظمانو وو چې په ۲۰۱۹ز کال کې یې عراق لړزولی وو. هغه د اداري فساد، له ايران سره د تړاو لرونکو ملېشو د نفوذ او په عراق کې د تهران د اثر ونفوذ ښکاره مخالف وو.
د مې پر اتمه شپې ناوخته پر موټر سايکل سپرو وسله والو نوموړی له خپل کور دباندې وواژه.
د عراق د بشري حقونو کمېشن غړی علي البياتي وايي، د ۲۰۱۹ز کال اکتوبر مياشتې راهیسې تر ۳۰ زيات فعالان په هدفي بریدونو کې په نښه شوي دي.
د وزني د وژنې ضد پر یکشنبه (اتوار) ټوله ورځ په کربلا کې مظاهرې روانې وې، خلکو سړکونه او پلونه تړلي ول او ټايرونو ته يې اور اچولی وو.
په سلګونو ويرجنو په کربلا کې د وزني جسد اخیستي وو او شعارونه يې ورکول چې "ايرانه ووځه او خلک د رژيم ړنګېدل غواړي."
ایران پر دې موضوع لا څه نه دي ویلي.