د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې وژل شوی


د عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې په کور کې لوېدلی نه دی بلکې د ده په وینا، په پلان وژل شوی دی. نوموړي دا دعوه د جون پر ۲۱مه په کراچۍ کې پر داسې مهال له مشال راډیو سره په مرکه کې کړې چې تر دې مخکې رپورټونه ول چې عثمان کاکړ په کور کې پرېوتی او ژوبل شوی وو. همداراز، په جناح روغتون کې د عثمان کاکړ تر مړینې وروسته د هغه د طبي معاینې رپورټ لا نه دی خپور شوی. د نوموړي کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر اوسه د هغه د ژوبلېدو او مړینې په اړه په تاڼه کې رپورټ نه دی دایر کړی. عثمان کاکړ د جون پر ۱۷مه په خپل کور کې بې هوښه موندل شوی وو چې ډاکترانو یې په کوټه کې د سر جراحي وکړه او بیا د نورې درملنې لپاره کراچۍ ته انتقال شو. له خوشال کاکړ سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG