د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان له خپلو ژمنو تېر شي، هر څه ګډوډېدای شي: غني


غني وايي له طالبانو سره امریکايي توافق مشروط دی
غني وايي له طالبانو سره امریکايي توافق مشروط دی

افغان ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی که طالبان له خپلو ژمنو تېر شي، هر څه ګډوډېدای شي.

نوموړي د مارچ لومړۍ پر ماښام له امریکايي سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره امریکايي موافقه مشروطه ده:

"تړون مشروط دی. که طالبان په دې ۱۴ میاشتني موده کې داسې تصور کوي چې له دغو موافقو ووځي، هر څه سقوط کولای شي او مسوولیت به یې هم د هغوی په غاړه وي."

غني د فبرورۍ پر ۲۹مه او د مارچ پر لومړۍ هم په خپلو جلا جلا ویناو کې له طالبانو سره شوی توافق مشروط وباله او ویې ویل هوکړه په دې مشروط ده چې طالبان یې مواد څرنګه عملي کوي.

امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له طالب استازو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم، که طالبان د القاعدې په ګډون هېڅ وسله واله ډله امریکا او ملګرو ته یې ګواښ پېښولو ته پرېنږدي نو له افغانستانه به ټول بهرني پوځیان د ۱۴ میاشتو په موده کې ووځي.

په موافقه کې راغلي چې طالبان به همداراز، له افغان حکومت او نورو ټولو افغاني خواو سره د سولې مذاکرات کوي او پر یوه تلپاتې اوربند به سلا کېږي.

پامپېو: "موږ د تړون هر یو غړی څارلی او حساب کتاب ورسره کولای شو."
پامپېو: "موږ د تړون هر یو غړی څارلی او حساب کتاب ورسره کولای شو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو چې تازه له دوحې واشنګټن ته ستون شوی، د مارچ پر لومړۍ یې له سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل، طالبانو ژمنه کړې چې له ترهګرو سره اړیکي پرې کوي خو په وینا یې، امریکا هر څه څاري او تش پر خبرو باور نه کوي:

"موږ د تړون هر یو غړی څارلی او حساب کتاب ورسره کولای شو. موږ به دا کار وکړو. دا پر باور کومه تړلې خبره نه ده. دا [هر څه] په هغه څه تړلي دي چې عملاً په میدان کې ترسره کیږي."

پامپېو وویل موافقه تطبیقي اسناد هم لري چې د امریکا د ټولو ځمکنیو، هوايي او بحري ځواکونو د خوندي ساتلو لپاره دي او د کانګرس غړي کولای شي چې ویې ګوري.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو له امریکا سره د موافقې تر لاسلیک وروسته ویلي چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې کېږي.

راپور: صفي الله ستانکزی، ازادي راډیو

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG