د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي په ترکيه کې د جوړې شوې شورا پر وړاندې درېږي


ارشیف: د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالانو ګډ انځور
ارشیف: د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالانو ګډ انځور

طالبانو په ترکيه کې د يوشمېر افغان سياستوالانو له خوا د نوې شورا د جوړولو پر وړاندې د درېدو هوډ ښوولی دی.

د مې پر ۱۸مه په ترکیه کې يوشمېر افغان سياستوالانو د غونډې پر مهال "د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا" اعلان کړه.

تر دې يوه ورځ وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت په غبرګون کې ويلي چې هر هغه جریان چې د افغانستان د "امنیت او د اوسني نظام" مخې ته د "خنډ" درولو لپاره له هېواده دباندې جوړېږي، پر وړاندې یې درېږي او دا چې د دې ډول ډلو هڅې به نتیجه ور نه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۹مه نېټه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې هغه کسان یو ځل ازمایل شوي او نور باید "ناکامې تجربې" او هڅې تکرار نه کړي. "که چېرې دا ډول ناستې بیا هم د فتنې او افغانانو ته د ستونزو ولاړولو لپاره وي، د دې لپاره چې دوی دلته بیا فساد، غصب او چپاول ته زمینه برابره کړي، داسې باید و نه شي. نور د هغو وخت تېر شوی، افغانان به بیا داسې خلکو ته چې یو ځل يې امتحان ورکړی او په هره برخه کې ناکامه شوي او بیا د افغانانو په برخلیک لوبې وکړي، د دې فرصت ور نه کړي."

پخوانیو سیاستوالانو د خپلې واکمنۍ او د حکومتي دندو یا سیاسي فعالیتونو پرمهال په بیا بیا د اداري فساد او د ځمکو د غصب تورونه رد کړي ول او همداراز دریځ لري چې یوازینی مشروع حکومت د افغان ولس په خوښه او له رایو جوړ هغه کېدای شي.

ذبیح الله مجاهد وايي، پخواني سیاستوالان دې هېواد ته ستانه شي او په ثبات کې دې یې رول ولوبوي - پخوانی انځور.
ذبیح الله مجاهد وايي، پخواني سیاستوالان دې هېواد ته ستانه شي او په ثبات کې دې یې رول ولوبوي - پخوانی انځور.

مجاهد وایي، که هغه سیاستوالان په هېواد کې د سولې او پرمختګ غوښتونکي وي، هېواد ته دې ستانه شي او له طالبانو سره دې په ګډه په هېواد کې د ثبات لپاره کار وکړي.

مجاهد البته په مشخصه توګه د انقرې د غونډې د ګډونوالو د مذاکراتو د غوښتنې په اړه څه و نه ویل.

افغان سياستوالانو د مې پر ۱۸مه د ترکيې په انقره ښار کې تر غونډې وروسته په اعلاميه کې د طالبانو حکومت "ظالمانه او غاصبانه" وباله او ورڅخه يې غوښتنه وکړه چې ورسره دې مذاکراتو ته چمتو شي.

په خبرپاڼه کې له ګاونډیو، سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو څخه پر طالبانو د فشار او د دوی کړنو ته د پام اړولو غوښتنه هم شوې او زیاتوي چې د طالبانو د حکومت دوام به په افغانستان کې بشري وضعیت د لا خرابېدو، د نشه یې موادو تولید د زیاتوالي او د کډوالۍ کچې لوړوالي لامل شي. خو دا هغه څرګندونې دي چې طالبان یې ردوي.

افغان سیاستوالانو په ترکیه کې د خپلې شورا د شاوخوا ۴۰ غړو نومونه اعلان کړل چې پکې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د تېر حکومت د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق، د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود، محمد علم ایزدیار، یونس قانوني، الماس زاهد او لطیف پدرام شامل دي.

XS
SM
MD
LG