د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف وايي د حکومت او نیب "ټولې دسیسې" ناکامېږي


شهباز شریف او کورنۍ یې له ټولو تورونو انکار کوي
شهباز شریف او کورنۍ یې له ټولو تورونو انکار کوي

لندن - د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر میا شهباز شریف د ډېسېمبر څلورمې پر مازیګر په لندن کې خبري غونډې ته وویل چې پر ضد یې د وزیراعظم عمران خان او د احتساب ادارې هڅې له ناکامیو سره مخامخېږي.

نوموړي دا څرګندونه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې چې د واکمن تحریک انصاف وکیل نعیم بخاري سپریم کورټ قایله نه کړای شو او د اشیانه په نوم د کورنو جوړولو او د رمضان چیني یا بورې جوړولو کارخانې په قضیو کې یې په ضمانت د شریف د خوشې کولو پر ضد خپل درخواستونه واپس واخیستل.

شریف خبري غونډې ته وویل، د حکومت او د احتساب قامي ادارې یعنې نیب نورې دسیسې به هم ناکامېږي.

د خدای شکر دی، خدای موږ سپین کړو او د نیازي او نیب مشارکت او دسیسه یو ځل بیا ناکامه شول.
شهباز شریف

د شریف په وینا، د احتساب ادارې "د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر پېنځمه د 'پاکو اوبو په پروژه' کې"د درغلۍ تورونو سپیناوي ته وروغوښتی وو خو "په 'اشیانه' پروژه" کې یې ونیو.

ده وویل: "تر دې وروسته زه تر پېنځه نیمو میاشتو د نیب په زندان کې بند وم، بیا د پلټنو په موخه په عدالتي تحویل کې وم. د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر ۱۴مه، اعلا عدالت په دواړو قضیو کې زما ضمانت منظور کړ. نیب د هغې پر ضد په عدالت کې غوښتنلیکونه دایر کړي ول چې [د ډېسېمبر پر درېیمه]، د خدای شکر دی، خدای موږ سپین کړو او د نیازي او نیب مشارکت او دسیسه یو ځل بیا ناکامه شول."

خو تر خبري غونډې وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال محمد عالمګیر خان له مشال راډیو سره په خبرو کې د شریف تور رد کړ:

"پر نیب د پي ټي ای یا د وزیراعظم هېڅ اغېز نشته. هغه یوه خپلواکه اداره ده او خپله چارې پر مخ وړي. د اپوزیشن پر ضد چې څومره قضیې دي، په هغو کې یوه هم اوسني حکومت نه ده جوړه کړې او ټولې پخوانۍ دي. نو د دسیسو یا مشارکت تور خو هغه وخت پورې کېدای شي چې موږ یې په خپله واکمنۍ کې پر ضد قضیه پرانیستې او چلولې وای."

د تحریک انصاف په مشرۍ اېتلاف د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې البته د درغلۍ ضد د مبارزې د دوام هوډ هم ښوولی دی.

د نهې پر ورځ په اورېدنه کې سپریم کورټ د تحریک انصاف او نیب وکیلانو ته وویل چې د پنجاب پخوانی اعلا وزیر شهباز شریف څنګه مجرم کېدای شي چې خپله یې د کورونو جوړولو په پروژه کې د درغلۍ موضوع د پنجاب د اداري فساد ضد ادارې ته استولې وه؟

په همدې حال کې د پاکستان رسنیو د ډېسېمبر پر درېیمه خبر ورکړ چې د احتساب قامي ادارې د تورو پیسو سپینولو او له ګټې او تنخا څخه د زیاتو شتمنیو په تورونو په لاهور، چینیوټ، هریپور او اېبټ اباد کې د شهباز شریف او د هغه د دوو زامنو حمزه او سلیمان شهباز کورونه او ودانۍ ونیولې.

د دسیسو یا مشارکت تور خو هغه وخت پورې کېدای شي چې موږ یې په خپله واکمنۍ کې پر ضد قضیه پرانیستې او چلولې وای.
محمد عالمګیر خان

د رسنیو په وینا، احتساب اداره به د ۱۵ ورځو په موده کې د احتساب په عدالت کې غوښتنلیک دایروي چې د شهباز شریف د کورنۍ د ودانیو اوږدمهاله کنټرول ترلاسه کړي.

خو شریف خبري غونډې ته وویل چې هیله من دی چې سپریم کورټ به یې ورور نواز شریف او د هغه د کورنۍ ټول غړي او ملګري هم سپین ګرځوي.

دواړه وروڼه او کورنۍ یې له ګټې او تنخا څخه د زیاتو شتمنیو لرلو او په یو شمېر پرمختیايي او د ولسي ګټو په پروژو کې د درغلیو له یو شمېر قضیو سره مخامخ دي چې پکې یې په ځینو کې نواز شریف، د هغه لور مریم نواز او زوم محمد صفدر سزايي شوي هم دي.

نواز شریف په اکتوبر کې د روغتیايي حالت خرابېدو له وجې په ضمانت خوشې شو او اوسمهال په لندن کې تر درملنې لاندې دي.

دوی ټول پر ځانونو له لګېدلو تورونو انکار کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG