د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان جرګه: حکومت دې د شوال اوسېدونکي ستانه کړي


شوال د شمالي وزیرستان غرییزه سیمه ده
شوال د شمالي وزیرستان غرییزه سیمه ده

د شمالي وزیرستان د شوال مشرانو او ځوانانو جرګې له حکومته غوښتي چې خلک دې خپلو کورونو ته ستانه کړي.

د ۲۰۱۴ز کال په جون کې پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو میلیون خلک بې کوره شول.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره خلک خپلو کلیو ته ستانه شول خو اوس هم د بنو په بکه خېلو کیمپ او د پولې هغې خوا ته په خوست کې زرګونه کورنۍ کډوالې دي.

د اګست پر ۱۲مه په بنو کې د دته خېلو تحصیل مشرانو او ځوانانو د جرګې په پای کې بیان خپور کړ چې پکې یې له حکومته غوښتي چې له شپږو کلونو راهیسې بې کوره خلک دې ژر ستانه کړي، د ړنګو یا زیانمنو کورونو او کاروبارونو تاوان دې ورکړي او د شوال اوسېدونکو ته دې ډومیسایلونه او شناختي کارډونه جوړ کړي.

شوال د شمالي وزیرستان غرییزه او سیلانۍ سیمه ده چې اوسېدونکي یې هر کال د ځڼغوزو حاصل اخیستو غوښتنه کوي او حکومت ورته هر کال د څو ورځو لپاره د تګ اجازه ورکوي.

جرګې همداراز له حکومته وغوښتل چې د سیلګرۍ ودې لپاره دې هلته اسانتیاوې برابرې کړي.

په شمالي وزیرستان کې یوه پوځي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د دته خېلو ځینې سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي او په ځینو نورو برخو کې یې د امنیت ټینګښت هڅې کوي نو ځکه کډوال لا نشي ستنولای.

د شمالي وزیرستان انتظامیه همداراز وايي، د خلکو د تاوانونو ورکولو ته ژمنه ده.

د پاکستان حکومت په وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د سیلګرۍ ودې لپاره د اقداماتو اعلان کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG