د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سږني حج مناسک پای ته ورسېدل


د حج پر مهال خلکو له یو بله فاصله ساتلې وه
د حج پر مهال خلکو له یو بله فاصله ساتلې وه

په سعودي عرب کې محدود شمېر حاجیانو د سږني حج مناسک د اګست پر دویمه بشپړ کړل.

سږکال د کورونا وایرس وبا خپرېدو مخنیوي په موخه، له اټکل سره سم، له ۱،۰۰۰ څخه تر ۱۰،۰۰۰ خلکو ته د حج ادا کولو اجازه وه، خو نورو کلونو کې به له ۱۸۰ هېوادونو څخه څه باندې دوه میلیونه مسلمانان حج ته تلل.

دا ځل یوازې په سعودي عرب کې مېشتو مسلمانانو حج وکړ.

د اګست پر دویمه د حج پر وروستۍ ورځ حاجیانو ماسکونه په مخ کړي ول او مکې ته یې نېږدې په منا کې د جمرات یا شیطان ویشتلو رکن بشپړ کړ.

تر دې وروسته حاجیان مسجد الحرام ته ورغلل او هلته یې د وداع طواف وکړ.

سږکال په حج کې زیارت کوونکو له یو بله فاصله ساتلې وه او منتظمینو ورته اسانتیاوې برابرې کړې وې.

د سعودي عرب روغتیايي چارواکي وايي، په حاجیانو کې د کورونا وایرس د هېڅ مثبتې پېښې رپورټ نه دی ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG