د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوډان کې په پوځي کودتا کې وزیراعظم او د کابینې یوشمېر غړي ګرفتار


سوډان کې د اکتوبر پر ۲۵مه د پوځي کودتا تر راپورونو وروسته پلازمېنه خرطوم کې ناکراري ده
سوډان کې د اکتوبر پر ۲۵مه د پوځي کودتا تر راپورونو وروسته پلازمېنه خرطوم کې ناکراري ده

له افریقايي هېواد سوډانه د پوځي کودتا راپورونه راغلي او ویل کېږي چې پوځ وزیراعظم عبدالله حمدوک او د کابینې یوشمېر غړي نیولي دي.

د سوډان د اطلاعاتو وزارت د اکتوبر ۲۵مې پر سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک تر هغې وروسته ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړه‌ یې ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرش د سوډان د وزیراعظم او ټولو هغو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې چې پوځ د کودتا پر مهال نیولي.

ګویتېرش پر ټوېټر لیکلي دي چې دی "پوځي کودتا غندي" او د وزیراعظم عبدالله حمدوک او ټولو چارواکو د "سمدستي خوشې" کېدو غوښتنه کوي.

د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وولکر پرتېس وویل چې په هغه هېواد کې د سیاسي انتقال د بهیر د زیانمنولو لپاره د کودتا راپورونو زښت اندېښمن کړی دی.

امریکا هم پر کودتا اندېښنه ښوولې.

د افریقايي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دفتر پر ټوېټر د هغې سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي جېفري فېلټمن له خولې لیکلي دي چې دا کودتا د سوډان د اساسي قانون له اصولو او د خلکو د ډېموکراټیکو هیلو څخه سرغړونه ده.

د سوډان وزیراعظم عبدالله حمدوک په خرطوم کې د یوې خبري غوڼډې پر مهال - انځور له ارشیفه.
د سوډان وزیراعظم عبدالله حمدوک په خرطوم کې د یوې خبري غوڼډې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل هم پر ټویټر ولیکل چې د یوشمېر وزیرانو د نیول کېدو تر خبرونو وروسته په هغه افریقايي هېواد کې وضعیت په "ژوره اندېښنه" څاري.

نوموړي پر امنیتي ځواکونو غږ کړی چې سمدستي دې وزیراعظم نور ګرفتار چارواکي خوشې کړي.

په سوډان کې ګډوډي د دوشنبې (ګل) پر ورځ هغه مهال پیل شوه چې ناپېژانده وسله‌ والو د هغه هېواد ملکي وزیراعظم عبدالله حمدوک په کور کې محاصره کړ.

راپورونه وايي، د کابینې څلور نور وزیران، د حاکمې حکومتي شورا یو ملکي غړی، څو والیان او د ګڼو ګوندونو مشران هم بندیان شوي دي.

د سوډان پوځ تراوسه په دې تړاو کوم غبرګون نه‌ دی ښوولی.

د سوډان پلازمېنې خرطوم ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي او دولتي ټېلېوېژنونه حماسي سندرې خپروي.

په عین وخت کې راپورونه وايي، د سوډان ډېموکراسۍ پلوې ټولنې له خلکو غوښتي چې د حاکمې شورا پروړاندې د یوې احتمالي کودتا د مخنیوي لپاره سړکونو ته ورووځي.

پوځ په ۲۰۱۹ز کال کې د یوه ولسي پاڅون په پایله کې د سوډان پخوانی ولسمشر عمر البشیر ګوښه کړ او له هغه راهیسې هغه هېواد د یوې ګډې شورا چې له پوځي او ملکي کسانو جوړه ده، اداره کېږي.

د راپورونو په حواله د واکمنې شورا د پوځي او ملکي غړو ترمنځ کړکېچ پراخه شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG