د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: د مرستو اخیستو پر وخت د ودانۍ چت پرېوتی، ۲۵ ژوبل


پېښه د سوات په مټه کې شوې
پېښه د سوات په مټه کې شوې

مینګوره - د سوات په مټه کې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د مالي مرستو ترلاسه کولو پر مهال د ودانۍ چت پرېوتو په پېښه کې ۲۵ کسان ژوبل شوي.

چارواکي وايي، دا پېښه د مارچ پر دویمه د مټې په چپریال سیمه کې هغه مهال شوې چې ګڼې ښځې او ځينې ماشومان د مرستو د پیسو اخیستو لپاره په انتظار ولاړې وې.

د مټې روغتون په وینا، په پېښه کې ځینې ماشومان هم ژوبل دي او دا چې د درو ښځو حالت خراب وو نو ځکه یې د سیدو روغتون ته رسولي.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د مرستو وېشلو په مرکز کې ګڼه زیاته وه.

دوی وايي، چارواکو ښځو ته د بام پر سر پیسې ورکولې چې پرېوت.

د سوات د پولیسو مشر ثاقب رضا اسلم وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

تر دې مخکې په فبرورۍ کې د سوات یو شمېر ښځې احتجاجاً کوڅو ته وتلې وې او له حکومته یې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام د بحالۍ غوښتنه کوله.

حکومت هره میاشت د دې پروژې له لارې بېوزله کورنیو ته پیسې ورکوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG