د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیا وزارت: افغانستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي


په پروان ولایت کې روغتیاپالان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ معاینې پرمهال - انځور له ارشیفه
په پروان ولایت کې روغتیاپالان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ معاینې پرمهال - انځور له ارشیفه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر د فبرورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی او یوازې د فبرورۍ په لومړۍ اوونۍ کې یې تر ۶۰۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې اته ناروغان مړه شوي دي.

نوموړي وویل، د ناروغۍ لپاره له ځانګړو شویو روغتونونو څخه یې تر نیمايي زیات د مالي امکاناتو د کموالي له کبله تړل شوي دي.

پکتیا ولایت کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون - انځور له ارشیفه
پکتیا ولایت کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون - انځور له ارشیفه

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا وزارت د جنورۍ په نیمايي کې ویلي ول چې ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره ځانګړي روغتونونه بیا فعال کړي.

هژیر هغه مهال مشال راډیو ته ویلي ول چې د مهاجرت نړیوالې ادارې (ای او اېم) په هرات، ننګرهار، کندهار او هېلمند کې د څلورو روغتونونو فعالولو مسوولیت منلی او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) اعلان کړی چې په پینځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي. ده البته د روغتونونو د فعالېدو کره نېټه نه وه ښوولې خو زیاته کړې یې وه چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) هم اعلان کړی دی چې په ځینو ولایتونو کې به له څلورو څخه تر پینځو پورې روغتونونه تمویل کړي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د هېواد د دولتي او حکومتي ادارو فعالیتونه اغېزمن شول.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې هم حکومت د پېښو د تشخیص او د ناروغانو د درملنې پوره وسایل نه لرل. همدا لامل دی چې ښايي په هغه هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ پېښې تر رسمي پېښو خورا زیاتې وي.

د افغانستان د عامې روغتیا له ارقامو سره سم، د روان کال له پیل راهیسې په ۱۷ ولایتونو کې د کورونا وایرس ټولې ۸۸۸۹ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۷۷ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون، د روغتیا نړیوال سازمان او ورلډومیټر ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په افغانستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ تر نهمې پورې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس د رسمي پېښو شمېر ۱۶۸،۵۵۰ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۷،۴۶۵ کسان مړه شوي دي او ۱۴۷،۸۶۶ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG