د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحانه کاکړ: ویاړم چې الهام بخښونکې وپېژندل شوم


د کوټې ريجنل ټرانسپورټ اتارټۍ مشرې روحانې کاکړ د زړورتيا جايزه ګټلې
د کوټې ريجنل ټرانسپورټ اتارټۍ مشرې روحانې کاکړ د زړورتيا جايزه ګټلې

پراګ ـ د کوټې د ټرانسپورټ سیمه ییزې ادارې مشره روحانه ګل کاکړ د پاکستان له هغو پنځو کسانو ده چې د غوره حکومتي افسرانو جايزه يې ګټلې ده.

نوموړې وايي، له ځوانانو په ډک تالار کې يې د جايزې ترلاسه کولو پر مهال ډېر وياړ احساس کړ چې د نورو لپاره الهام بخښونکې شخصيت وګرځېده.

له ځوانانو په ډک تالار کې د جایزې ترلاسه کول راته ډېر د ویاړ احساس راکړ.
روحانه کاکړ

په ښه حکومتدارۍ کې د فعالو ښاریانو او افسرانو د کار ستايلو په اړه د اکاونټېبلېټي لېب په نوم نړيواله اداره په بېلا بېلو هېوادونو کې غوره چارواکيو ته جايزې ورکوي.

ادارې سږکال په پاکستان کې د هغه هېواد تر انتظام لاندې کشمير ترڅنګ د څلورو واړو صوبو پینځو افسرانو ته خپل کار ته د ژمنتيا او اېماندارۍ ښودلو له کبله جايزې ورکړې چې پکې دوه پښتانه هم دي.

د کوټې ريجنل ټراسنپورټ اتارټۍ مشرې روحانې کاکړ ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه.
د کوټې ريجنل ټراسنپورټ اتارټۍ مشرې روحانې کاکړ ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه.

دا جايزې د ډېسېمبر پر نهمه نېټه په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې ورکړل شوې چې پکې له ټول پاکستانه شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي هم د دې لپاره ورغوښتل شوي ول چې له جايزې ګټونکيو څخه الهام واخلي.

د کوټې ريجنل ټرانسپورټ اتارټۍ مشرې روحانې کاکړ ته د زړورتيا جايزه ورکړل شوه. هغې د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وويل، د بلوچستان له ټولو افسرانو څخه دا يوازېنۍ افسره وه چې ادارې تر تحقيق او د خلکو د رايې مالومولو وروسته يې د جايزې لپاره غوره کړه.

د بلوچستان په قبايلي او نرواکه ټولنه کې يوه ښځه افسره له کومو ننګوونو سره مخاخ وي هم دې ته په پام سره ادارې روحانه کاکړ ته جايزې ورکړه.

نوموړې وويل چې هغه مهال يې ډېر وياړ احساس کړ چې په دستوره کې يې ځوانان وليدل چې د هغې له کاره يې الهام واخیست.

سهار له کوره ووځم او پر ځای د دې چې يواځې اته ساعته کار وکړم، د شپې ناوخته کور ته ستنېږم.
روحانه کاکړ

د بلوچستان ټرانسپورټ اتارټي په ۱۹۶۹م کال کې جوړه شوې وه خو په تېرو ۵۰ کالونو کې لومړۍ ځل دی چې مشري يې يوه ښځه پر غاړه اخلي.

روحانه کاکړ وايي، له کله چې د کوټې ريجنل ټرانسپورټ اتارټۍ مشره جوړه شوې ده نو کله هم پر وخت کورته نه ده تللې.

د هغې په وينا، سهار له کوره ووځي او پر ځای د دې چې يواځې اته ساعته کار وکړي دا د شپې ناوخته کور ته ځي.

په کار کې د مشکلاتو په اړه هغه وايي چې د کوټې د يوې اوسېدونکې په توګه ډېر خپلوان او خويندکيانې لري او د هغې ترڅنګ سياسي او قبايلي نفوذ هم زيات وي نو د دې لپاره په خپل کار کې بې طرفه او ديانتداره پاتې کېدل يو ننګوونکی کار وي.

خو د هغې په خبره د دې هر څه سربېره يې په خپل کار کې بې طرفي او ایماندارۍ ساتلو کې بریالی شوې ده.

د "اکاونټبليتې لېب" په نوم ادارې، د منګلا واپډا هسپتال مشر ډاکټر زاهد خټک ته د هوډمن سړي، د خيبر پښتونخوا د تعليم څانګې چارواکي عمران ضيا ته د انکسارۍ، د پنجاب د ګمرکو څانګې افسر رضوان اکرم شیرواني ته د نوښتګر او د سيند پوليس افسر عمر طفيل ته د نوميالي جايزه ورکړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG