د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش مشر ابوبکر البغدادي څنګه ووژل شو؟


د داعش مشر ابوبکر البغدادي.
د داعش مشر ابوبکر البغدادي.

هغه امریکايي جنرال چې د اسلامي دولت ډلې د مشر ابو بکر البغدادي پرضد یې د عملیاتو مشري کړې چې د پېښې مفصل حال ورکړی دی.

بغدادي د اکتوبر پر۲۶مه د امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر وخت د ودانۍ په یوه سورنګ کې د تېښتې په حال کې د خپل بارودي واسکټ په چوولو، ځان وواژه.

د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرال کېنېت فرینک مېکېنزي د اکتوبر ۳۱مه ویلي چې د بغدادي مړی او پاتي شوني یې تر عملیاتو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې دننه په سمندرګي کې ښخ کړل.

پېنټاګان د شپې مهال شویو عملیاتو لومړني حکومتي انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې یې په یوه کې د امریکا د ډېلټا ځواک کمانډو سرتېري د هغې ودانۍ دېوالونو لوري ته د ورتګ پر وخت ښوول شوي چې پکې بغدادي او نور وسله وال موجود ول.

یوه بله ویډیو پر هغو وسله والو امریکايي هوايي بمباري ښيي چې د امریکا د کمانډو ځواکونو پر هېلېکاپټرو یې ډزې کولې.

پوځ تر عملیاتو بشپړولو وروسته د دې لپاره پر ودانۍ بمباري وکړه چې ورڅخه د بغدادي مزار جوړ نشي.

مېکېنزي ویلي چې امریکايي کمانډو سرتېري په شام کې له یوه نامعلومه ځایه په هېلېکاپټر کې روان شول او په یو ساعت کې ودانۍ ته ورسېدل.

ده زیاته کړه چې کله بغدادي باروي واسکټ ته چاودنه ورکړه نو ورسره دوه ماشومان هم ووژل شول.

تر دې مخکې ویل شوي ول چې له هغه سره درې ماشومان په پېښه کې وژل شوي.

دی وايي، له ودانۍ څخه یې ۱۱ ماشومان ژغورلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG