د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: خاصه دار، لیویز او پولیس درېواړه یو دي


لیویز او خاصه دارو وخت په وخت د خپلو حقونو د غوښتو لپاره مظاهرې هم کړې دي.
لیویز او خاصه دارو وخت په وخت د خپلو حقونو د غوښتو لپاره مظاهرې هم کړې دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی چارواکي وايي، د قبایلي سیمو خاصه دار او لیویز سرتیري د ښاري سیمو د پولیسو په شان حقونه او مسولیتونه لري.

د فبرورۍ پر اتمه نېټه، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په خیبرضلعې کې او د پولیسو مشر [انسپکټر جنرل] ثنا الله عباسي په شمالي وزیرستان کې وویل، د قبایلي ضلعو او د پېښور ښار د پولیسو ترمنځ هېڅ فرق نشته.

ثناالله عباسي شمالي وزیرستان ته د دورې پر مهال وویل، د پېښور او د ضم شویو قبایلي ضلعو د پولیسو ترمنځ هېڅ فرق نشته، د دواړو حقونه یو شان دي. نوموړي څو ورځې وړاندې خیبر ضلعې ته د دورې پر مهال هم دا خبره کړې وه چې د قبایلي سیمو پولیسو ته به هم د ښاري سیمو د پولیسو په شان پوره مراعات ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان هم پد فبرورۍ پر اتمه، خیبر ضلعې ته د دورې پر مهال ورته خبره وکړه:

"کومې وعدې چې له تاسو سره شوې وې، لکه د لیویز او خاصه دارو د پولیسو په اداره کې ضم کول او مراعات ورکول، هغه مو تقریبا پوره کړې دي. موږ د لګیا یو تاسو سره چې کومې ژمنې مو کړې وې، د هغو د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوو."

خو د قبایلي ضلعو د پولیسو مشران وايي، دا هسې اعلانونه دي. عملي ګامونه نه دې پورته شوي. د خیبر ضلعې د پولیسو مشر سید جلال چې د خاصه دار کمېټۍ مشري هم ورپغاړه ده د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل:

"اي جي صیب نن په واضخو ټکو کې وویل، که څوک تاسو ته وايي چې پولیس نه یئ، تاسو یې بلکل ګرفتارولی شئ. چې وزیراعلی یې هم وايي، ايي جي صیب یې هم وايي. وزیراعظم صیب یې هم وايي او عسکري مشران یې هم مني نو زه نپوهېږم چې دا خنډ بیا پکې څوک جوړوي؟ "

د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې چې پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې ضم شوه نو ورسره سمه د خاصدارو او د لیویز ځواکونو په پولیسو کې د شاملولو پروسه هم پیل شوه، خو د قبایلي ضلعو د پولیسو مشران وايي، لا هم د پولیسو مراعات نه دي ورکړل شوي. ډي اېس پي مظهر اپریدي په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

"موږ اوس نپوهېږو چې پولیس یو او که خاصه دار؟ موږ به تر هغې بایکاټ کوو چې په دې اړه نوټیفیکیشن جاري شوی نه وي. زموږ ملګري شهیدان شوي او موږ ته پته نشته چې اوس دوی ته به د پولیسو د نظام لاندې شهید پیکیج ورکول کېږي که د زوړ نظام د لاندې؟"

د قبایلي پولیسو مشران وايي، د فبرورۍ په ۱۱ مه نېټه به د پېښور په باغ ناران کې لویه احتجاجي غونډه هم کوي او له حکومته به غواړي چې د هغوی سباوون دې روښانه کړل شي. د مومندو د پولیسو مشر پشم ګل وايي:

"په ۱۱ تاریخ به د پخوانۍ فاټا ټول خاصه دار او لیویز ځواکونه د پېښور په باغ ناران کې سره راټولېږو او راتلونکی لایحه عمل به اعلانوو."

د قبایلي ضلعو د ۲۸ زرو نه زیاتو خاصدار او لیویز سرتېرو ته که څه هم ویل شوي چې هغوی اوس د ښاري سیمو په شان پولیس دي خو د هغوی په وینا عملا داسې څه نه لیدل کېږي او هغوی ته تنخا اوس هم د خاصدارو او د لیویز په نامه ورکول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG