د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا جوماتونو کې پر حکومتي لارښوونو پوره عمل نه کېږي


خلک وايي په ځینو جوماتونو کې پر نکتو عمل کېږي
خلک وايي په ځینو جوماتونو کې پر نکتو عمل کېږي

د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو خلک وايي، د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره په جوماتونو کې د عبادت کولو پر حکومتي لارښوونو سل په سله عمل نه کېږي.

د اپرېل پر ۱۸مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي او د ديني عالمانو ترمنځ غونډه کې په جوماتونو کې د عبادت کولو پر ۲۰ نکاتي کړنلارې جوړجاړی شوی وو.

په دې کې ويل شوي ول چې په جوماتونو کې به قالينې نه وي غوړېدلې، ماشومان او تر ۵۰ کلونو زيات عمر لرونکي کسان به نه ورځي، په جوماتونو کې به خلک له يو بل سره فاصله ساتي، خلک به په کورونو کې اودسونه کوي، هلته به روژه ماتی نه کوي او په جوماتونو کې به تر ډېره نه ایسارېږي.

د پاکستان د ډاکترانو سازمان او د بشري حقونو سازمان پر دې کړنلارې انتقاد کړی وو او اندېښنه يې ښوولې وه چې له دې سره ښايي د کورونا وايرس پېښې نورې هم زياتې شي.

مشال راډیو د حکومت او ديني عالمانو د جوړجاړي د نکتو د عملي کېدو په اړه له ځینو خلکو سره خبرې کړې چې وايي، په پېښور، کراچۍ، لاهور، کوټې او د نورو لويو ښارونو په جوماتونو کې له ۲۰ څخه پر ځینو لارښوونو عمل کېږي خو په کلیوالو سیمو کې دا نکتې پوره نه پلي کېږي.

یو رضاکار په جومات کې د خلکو ترمنځ واټن ساتلو انتظام کوي
یو رضاکار په جومات کې د خلکو ترمنځ واټن ساتلو انتظام کوي

د دوی په خبره، د خيبرپښتونخوا په زياتره ښارونو، په تېره بيا په قبايلي ضلعو کې خلک او د جومات امامان پر دې احتیاطي تدبيرونو تر ډېره عمل نه کوي.

په خيبر ضلع کې د الخدمت فاونډېشن يو رضاکار زرغون شاه د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې په خپله سيمه کې يې ليدلي چې د ولسمشر عارف علوي او ديني عالمانو ترمنځ پر جوړ شوي طريقه کار هېڅوک عمل نه کوي:

"په جوماتونو کې خلک په خپلو کې هېڅ فاصله نه ساتي، ماشومان او سپینږيري جوماتونو ته د پخوا په څېر ورځي، ځينې خلک په کور او ځينې په جوماتونو کې اودسونه کوي."

هم دا خبره د باجوړ مفتي بلال یاسر هم کوي.

دی وايي، خپله ګرځېدلی خو يو ځای يې هم پر طریقه کار عمل نه دی ليدلی.

د ده په خبره، د اپرېل پر ۲۵مه د تراویحو پر مهال د باجوړ د خار انتظامي مشر لوی جومات ته ورغلی وو او له خلکو یې وغوښتل چې پر لارښوونو عمل وکړي.

د خلکو په وینا، د مردان، پېښور، نوښار، کواټ، ډېره اسماعيل خان په ځينو جوماتونو کې خلک تر یو بریده لارښوونې پلي کوي خو په اورکزیو کې د عوامي نېشنل ګوند مشر مثال خان اورکزی وايي چې هلته پر حکومتي لارښوونو هېڅ عمل نه کېږي.

د کورونا وایرس وبا او د روژې عبادتونه

د کورونا وایرس وبا او د روژې عبادتونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00

البته د ټانک قديميه لوی جومات امام پير سليم شاه وايي، خلک لارښوونو ته پام کوي.

دی وايي، خلکو ته یې خپلمنځي واټن ساتلو ویلي او ورسره یې په جومات کې د لاس مینځلو لپاره صابون هم ایښی دی.

شاه وايي، په ځینو نورو جوماتونو کې هم خلک لارښوونې عملي کوي، خو داسې جوماتونه هم شته چې پکې نه پلي کېږي.

له بېلا بېلو خلکو سره د خبرو پر مهال معلومه شوه چې ځايي انتظاميې په دې اړه له ديني عالمانو سره غونډې کوي او هغوي هڅوي چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره پر احتیاطي تدبيرونو عمل وکړي.

حکومتي دریځ

په دې اړه مو د خيبرپښتونخوا حکومت وياند اجمل وزير سره رابطه وکړه خو هغه د غږېدو پر ځای د اپرېل پر ۲۶مه د خپلې خبري غونډې ویډیو مشال راډیو ته ورکړه چې پکې ده پر خلکو غږ کړی چې عبادتونه دې په کور کې کوي.

دی وايي، د کورونا وایرس د خپرولو مخنیوي یوه غوره لار د خلکو یو ځای ته نه ورغونډېدل او له یو بله واټن ساتل دي.

د پاکستان ولسمر ډاکټر عارف علوي هم له تېرو دوو ورځو راهيسې د راولپېنډۍ ښار او اسلام اباد په جوماتونو ګرځي.

نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه نېټه پر ټويټر ځینو جوماتونو ته د ورتګ ذکر کړی او وايي، د هغوی له اقداماتو مطمین دی خو دا یې هم ویلي چې یو خو خلک د ماسکونو (تمبوزکونو) استعمال کم کوي او بل په جوماتونو کې یې تر ۵۰ کلونو زیات عمر لرونکي کسان هم ولیدل.

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د نور هېواد ترڅنګ جوماتونه هم تړلي ول چې ديني عالمانو يې مخالفت وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG