د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست هوايي ډګر ته نړیوال پروازونه پیل شول


افغان چارواکي وايي، د خوست هوايي ډګر به ژر د نورو کورنیو او نړیوالو پروازونو لپاره هم فعال شي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۱مې انځور.
افغان چارواکي وايي، د خوست هوايي ډګر به ژر د نورو کورنیو او نړیوالو پروازونو لپاره هم فعال شي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۱مې انځور.

د جون پر ۲۱مه د خوست هوايي ډګر ته د اریانا افغان هوايي شرکت لومړی ملکي نړیوال پرواز ورسېد.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې لوی سلاکار احمد الله فیضي وویل، الوتکه د متحده عربي اماراتو له دوبۍ هوايي ډګره والوته او ۹۰ مساپر یې خوست ته ولېږدول.

نوموړي د جون پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، تر دې وروسته به له دوبۍ څخه، خوست ته پروازونه د مساپرو د شمېر او اړتیا په تناسب تنظیم شي.

د خلیج په عربي هېوادونو کې زرګونه خوستوال کار کوي او له اوږدې مودې راهیسې یې د نړیوال هوايي ډګر د فعالولو غوښتنه کوله.

فیضي وايي، اوس د خوست د هوايي ډګر ټولې اړینې چارې بشپړې شوې دي نو ځکه یې پروازونه پیل کړل. دی البته زیاتوي چې په نېږدې راتلونکې کې به هغه هوايي ډګر د ټولو کورنیو او نړیوالو پرازونو او د هوايي شرکتونو فعالیتونو ته تیار شي.

مساپر د خوست د هوايي ډګر له تالاره خپل سامانونه وړي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۱مې انځور.
مساپر د خوست د هوايي ډګر له تالاره خپل سامانونه وړي - د ۲۰۲۱ز کال د جون ۲۱مې انځور.

د اریانا الوتکې یو مساپر نصیب افغان مشال راډیو ته وویل، په اماراتو کې تعمیراتي شرکت لري او خوشاله دی چې د خوست پر هوايي ډګر ښکته شو. "اوس چې د خوست میدان پرانیستل شو ډېر خوشاله یو ځکه موږ په خپل کلي او حتا په خپل کور کې ښکته کېږو."

یو بل مساپر اسماعیل افغان وویل، په اماراتو کې يې ۳۱ کاله مساپري کړې، خو دا ډول خوشالي چې خپل کلي ته نېږدې دې له سفره ستون شي یې مخکې هېڅکله هم نه ده احساس کړې.

بل لوري ته د خوست والي مهمند کټوازی وايي، د هوايي ډګر جوړېدل او ورته نړیوال پروازونه د ولایت د اوسېدونکو د کلونو،کلونو ارمان وو.

د خوست د نړیوال هوايي ډګر مشر عبدالصمد تڼیوال وايي، افغان ولسمشر به په نېږدې راتلونکې کې هوايي ډګر رسماً پرانیزي او بیا به پکې منظم کورني او نړیوال پروازونه پیل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG