د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان تر ټولو ستر هوايي ټرمینل خوست کې جوړیږي


د خوست چارواکي د هوايي ډګر د کار پرانېستلو پر مهال.
د خوست چارواکي د هوايي ډګر د کار پرانېستلو پر مهال.

پراګ: د افغانستان په خوست ولایت کې د جولای پر۲۶مه د ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د نړیوال هوايي ډګر د ټرمینل د جوړولو کار پیل شو.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې چارواکي وايي، دا به د افغانستان تر ټولو ستر ترمینل وي، چې لګښت يې د افغان حکومت له خپلې بودجې څخه ورکول کېږي.

چارواکي هیله څرګندوي، چې راتلونکې کال به د دې سیمې حاجیان او د خلیج په هېوادونو کې افغان مسافر له دې هوايي ډګره تګ او راتګ پیل کړي.

چارواکي دا هم وايي، چې د خوست هوايي ډګر به د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات وروسته د افغانستان پنځم نړیوال هوايي ډګر وي.

د خوست هوايي ډګر چې ودانیزې چارې يې ۹ کاله وړاندې پیل شوي او د ځینو ستونزو له کبله يې تر اوسه کار نه دی بشپړ شوی، د ترمینل د جوړولو کار يې پیل شو.

د ترمینل د جوړولو د کار د پيل لپاره هغه غونډه چې د خوست په هوايي ډګر کې د افغان حکومت د یو شمېر وزیرانو او چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په خپلو خبرو کې وویل، دا د هېواد په کچه یواځينۍ پروژه ده، چې د افغان حکومت له بودجې څخه تمویلیږي.

د ده په وینا چې دا به د افغانستان تر ټولو لوی ترمینل وي، چې هر کال د ۶ لکو مسافرو لپاره د خدمتونو ظرفیت لري.

وفايي په خپلو خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې راتلونکې کال کې به د لويې پکتیا او هېواد هغه مسافر چې د خلیج په هېوادونو کې دي، یا هغه کسان چې حج د فریضې د اداء کولو لپاره ځي، له دې هوايي ډګر مدینې منورې او جدې ته تګ راتګ پیل کړي.

د خوست په هوايي ډګر کې د ترمینل د جوړېدو د کار د پیل په خوا کې څلور هغه پروژې چې کارونه يې بشپړ شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خوست د هوايي ډګر امر توریالي تکل وویل، چې په دې پروژو ۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت شوی اود هوا پېژندنې، اطفايې، د هوايي ډګر په داخل کې حلقوي سړک او د اتو امنیتي ټاورونو جوړیدل په کې شامل دي.

بل لوري ته خوست والي محمد حلیم فدايي د یادو پروژو په پلي کیدو خوښي څرګندوي او وايي، چې دا پروژې د خوستوالو لپاره زیربنايي، اقتصادي او کلیوالي ارزښت څخه برخمنې دي.

خوست والي زیاته کړه، دا ډول پروژې د فقر په کمولو، د بیکارۍ په له منځه وړلو، همدارنګه کلی د ښار، ښار له کلي سره او بیا خوست له نړۍ سره نښلوي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې چارواکي وايي، چې د خوست هوايي ډګر به د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات وروسته د هېواد په کچه پنځم لوی هوايي ډګر وي.

دوی زیاتوي، بودیجوي محدودیتونه لري او د نورې نړۍ په شان نشي کولی ټولې پروژې په یو ځای عملي کړي، خو خپلو امکاناتو ته په کتو غواړي، په سلسه واره توګه هغه ټولې پروژې عملي کړي، چې د خوست په نړیوال هوايي ډګر کې ورته اړتیا موجوده ده.

XS
SM
MD
LG