د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د سولې لپاره د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه


خوستیوال وايي، بین الافغاني مذاکراتو لپاره هر څومره ژر چې ممکن وي، مخامخ خبرو اترو ور ته دې تیار شي.
خوستیوال وايي، بین الافغاني مذاکراتو لپاره هر څومره ژر چې ممکن وي، مخامخ خبرو اترو ور ته دې تیار شي.

د سېپټېمبر پر نهمه د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا غړو د یوې غونډې له لارې د جګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې خپلمنځي خبرو اترو ته کیني او د سولې په لور دې، د اول ګام په توګه اوربند وکړي.

دوی وویل، د افغانستان د روانې کشالې یوازینۍ حل لاره داده، چې د ملت ارادې ته مراجعه وشي او هغوی د خپل سیاسي راتلونکې او د نظام د څرنګوالي په اړه د پرېکړې حق ولري.

یاده غونډه چې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په بلنه جوړه شوې وه، ویناوالو وویل، د جګړې دواړه خواوې دې د یو بل هغه غوښتنې ومني، چې د شریعت او قانون سره برابرې وي او ددې هېواد او ولس ګټې په کې خوندي کیږي.

قومي مشر قاضي احمد ببرکزي وویل: "زه هغه افغانانو ته هم وایم، دې افغانانو ته هم وایم، چې مه د احمد منئ، مه د محمود منئ، ته هم افغان يې، زه هم افغان یم، راشه پدې ټغر راسره کېنه، ته چې څه د شریعت او قانون مطابق غوښتنې لرې، د هېواد او ولس د ګټو مطابق زه يې قبلوم، کومې غوښتنې چې په همدې معیارونو زه لرم، ته يې هم قبلوې کړه."

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني د وسله والو طالبانو پر مشرانو او د هغوی لخوا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پر ټاکل شوي پلاوي غږ وکړ، هر څومره ژر چې ممکن وي، مخامخ خبرو اترو ور ته دې تیار شي.

ده زیاته کړه، دواړه خواوې دې په اول ګام کې اوربند وکړي او وروسته دې د دوستۍ په فضاء کې خپلې غوښتنې او پوښتنې له یو بل لوري سره شریکې کړي.

دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان له خلکو وغوښتل، چې ددې هېواد په ګډو ملي او دیني ارزښتونو راټول شي او د نورو له تاثیر نه ځانونه وژغوري.

دوی وايي، د جګړې دواړه خواوې دې د یو بل هغه غوښتنې ومني چې د شریعت او قانون سره برابرې وي.
دوی وايي، د جګړې دواړه خواوې دې د یو بل هغه غوښتنې ومني چې د شریعت او قانون سره برابرې وي.

ده وویل، د افغانانو غښتلتوب به هغه وخت وي، چې خپل تولید ولري، پر ځان بسیا وي او نورو سره مرسته وکړي، نه دا چې پدې هېواد کې د مرستې په پیسو جوړ شوي تاسیسات د پردیو په اشاره ویجاړ کړي.

مدني فعال سیدکریم خان خاکسار وايي، کله چې دلته اوربند وشي، د ټولو مسایلو حل ته لاره هواریږي، د هر چا غږ اوریدل کیږي او د اوربند په وخت کې ملامت او سلامت ترمنځ څرګندیږي، که دولت ملامتې ولري، دې لوري ته خبره کیدلی شي او که طالبانو ګرم وو، هغوی ته قناعت ورکول کېدای شي.

د سولې خبرو د مخامخ پیلیدو او اوربند د غوښتنې پدې غونډه کې یو شمېر حکومتي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

خوست والي محمدصدیق پتمن په خپلو خبرو کې د افغانستان د معضلې یوازینۍ حل لاره داوښوده، چې د ملت ارادې ته مراجعه وشي.

ده وویل، ملت به دا فیصله کوي، چې جمهوریت، امارت، فدرالیزم او که د دولت کوم بل ډول قبلوي. ده زیاته اخري خبره داده، چې ولسمشر محمداشرف غني نه د امان الله خان غوندې وطن پرېږدي او نه د ډاکټر نجیب غوندې استعفی ورکوي، خو د ورورۍ په ټغر هر ډول امتیاز ورکولو ته حاضر دی، چې ښه مثال يې د پنځه زره طالبانو خوشي کول دي.

پتمن طالبانو ته په خطاب کې وویل، موږ مو منو، خو ددې حق تاسو ته نه درکوو، چې ته ووایئ چې تا نه منم، تر څو چې ما ونه منې، پدې غرونو کې به سرګردانه ګرځې.

که څه هم طالبانو وړاندې ویلي و چې د خپلو ټولو بندیانو له ازادېدو وروسته به د یوې اوونۍ په اوږدو کې مذاکرات پیل کړي، خو د دې بهیر له بشپړېدو بیا هم تر اوسه بین الافغاني خبرې نه‌دي پیل شوي.

د افغانستان حکومت د خپل پلاوي له بشپړ چمتووالي خبر ورکړی او طالبانو هم ویلي، چې د خبرو اترو د پیل لپاره ‌یې خپل ۲۱ کسیز ټیم ګمارلی دی.

XS
SM
MD
LG