د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له ولسمشر غني سره پر افغان سوله غږېدلی


افغان ولسمشر او نور چارواکي له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال.
افغان ولسمشر او نور چارواکي له زلمي خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال.

کابل- د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له افغان ولسمشر اشرف غني سره په افغانستان کې د سولې او يو لړ نورو چارو په اړه خبرې کړي.

افغان حکومت وايي، د جولای پر ۲۹مه، په ارګ کې په کتنه کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند د غځولو یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د پرمختګونو، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه هم بحث شوی.

د کتنې پر مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشر غني مرستیالان او د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم موجود ول.

د کتنې په پیل کې خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

خو افغان حکومت او خلیلزاد په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

دا کتنه له هغه وروسته شوې چې طالبانو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې د جمعې له ورځې (د جولای ۳۱مې ) څخه د اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

تر دې وروسته، افغان حکومت هم اوربند اعلان کړ.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې اشرف غني ټولو امنیتي ځواکونو ته په دفاعي حالت کې د پاتې کېدو امر کړی.

دا له ۲۰۱۸ز کال راهیسې درېیم ځل دی چې افغان حکومت او طالبان په اخترونو کې اوربند کوي.

تر دې مخکې طالبانو او افغان حکومت سږکال (۲۰۲۰ز) په کوچني اختر کې هم اوربند کړی وو.

افغان حکومت او طالبانو په اختر کې د اوربند پرېکړه پر داسې مهال کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر دی.

نوموړي د جولای پر ۲۹مه، پر ټوېټر په بیان کې د طالبانو د اوربند اعلان او په غبرګون کې د افغان حکومت د متقابل اعلان هرکلی کړی دی.​

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG