د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ډاکټرانو پر غونډو د بندیز غوښتنه کړې


د اسلام اباد جومات کې د جمعې خطبه

په پاکستان کې ډاکترانو پر حکومت او مذهبي مشرانو غږ کړی چې د روژې په میاشت کې دې په جوماتونو کې د باجماعته لمونځ کولو پرېکړه بیرته واخلي.

ډاکترانو اندېښنه ښوولې چې په جوماتونو کې لمونځ کول به د کورونا وایرس د خپرېدو لامل وګرځي.

د پاکستان حکومت د ځینو ملایانو لخوا د فشار له کبله په وروستیو کې په جوماتونو کې د جمعې پر لمانځه په بندیز کې نرمي راوستې.

تمه ده چې د اپرېل پر ۲۴مه یا ۲۵مه د هجري قمري کال د نوې مياشتې تر ليدو وروسته په پاکستان کې روژه پيل شي.

د اپرېل پر ۲۲مه، د پاکستان ډاکترانو ټولنې په یو ليک کې وزیراعظم عمران خان او دیني عالمانو ته ویلي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره دې د خلکو پر تګ راتګ او یو ځای غونډېدو بندیز ولګول شي.

په پاکستان کې کورونا وایرس تر ۱۰،۵۰۰ زیات کسان نيولي دي چې ۲۲۴ ورڅخه مړه شوي دي.

ډاکترانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې په ټول هېواد کې د اکسیجن ورکولو یوازې ۳،۰۰۰ ماشينونه موجود دي.

د دوی په وينا، روغتياپالان د حفاظتي توکو له کمي سره هم مخامخ دي.

تر دې مخکې، د اپرېل په ۱۹مه د پاکستان ولسمشر عارف علوي له ديني عالمانو سره تر خبرو وروسته وويل چې د روژې مياشت راروانه ده نو خلک دې د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره په فاصلې سره په جوماتونو کې لمونځونه وکړي او ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب مشر مفتي عبدالعزیز الشېخ هم د اپرېل پر ۱۸مه په یو فتوا کې له مسلمانانو غوښتي چې تراوېح دې په کورونو کې وکړي.

د سعودي‌ عرب حکومت کعبه او مدينه تړلې دي او اندېښنه يې ښودلې چې ښايي سږکال حج هم ونشي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG