پراګ - په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان نور مړه شوي دي.
د پاکستان سرکاري شمېر وايي چې له دې سره د کورونا وایرس له کبله د مړو مجموعي شمېر ۱۵۹ ته پورته شوی دی.
د بېلا بېلو سرکاري ادارو له معلوماتو سره سم ، د اپرېل تر ۱۹مې په ټول ملک کې په کورونا وايرس د اخته شوو کسان شمېر ۷۹۹۳ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې که یو پلو د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر مخ پرزیاتېدو دی نو بل پلو د چارواکو په وینا ، هلته تر اوسه له دې ناورغۍ څخه ۱۸۶۷ کسان روغ شوي هم دي.
د اپرېل په ۱۹مه د پاکستان ولسمشر عارف علوي د ديني عالمانو سره تر خبرو وروسته وويل چې د روژې مياشت راروانه ده نو خلک دې د کورونا وایرس د خورېدو مخنيوي لپاره په فاصلې سره په جوماتونو کې لمونځونه وکړي او ګڼه ګوڼه دې نه جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب مشر مفتي عبدالعزیز الشېخ هم د اپرېل پر ۱۸مه په یو فتوا کې له مسلمانانو غوښتي چې تراويح دې په کورونو کې وکړي.
د سعودي عرب حکومت کعبه او مدينه تړلې دي او اندېښنه يې ښودلې چې ښايي دا کال د حج مراسم هم ونه شي.
د بلوچستان حکومت تازه ګامونه
په بلوچستان کې د کورونا وایرس ناروغانو تر زیاتېدو وروسته حکومت امر کړی دی چې له کوره وتونکی هر کس به خوله او پوزه پټوي.
د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني ویلي چې په صوبه کي د کرونا وایرس د مخ نیوي لپاره مهمه ده چي هرکس به خوله او پوزه پوټه وي او که څوک د انه کوي د هغه پر ضد به قانوني ګامونه پورته کېږي.
هغه مشال راډیو ته وویل چې ځنې خلک د حکومت له نرمۍ ناوړه ګټه اخلي چي له امله یې په خلکو کې د کرونا وایرس کیسونه مخ پرزیاتیدو دي.
په افغانستان کې د کورونا وایرس حالت
په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۹۹۳ ته لوړ شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۲۸۶ مشکوکې پېښې څېړل شوي چې له ډلې یې ۶۳ پېښې مثبتې ثابت شوي دي.
د وزارت ویاند وحیدالله مایار د اپرېل په ۱۹ مه نېټه رسنیو ته وویل چې په یادو تازه پېښو کې ۳۱ په کابل، ۱۶ په بلخ، ۶ په کونړ، ۴ په هرات، ۳ په بغلان او یوه یوه په لغمان، جوزجان او فاریاب ولایتونو پورې تعلق لري.
د مایار په خبره تر دې مهاله په افغانستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۹۹۳ نتو ته رسېدلی چې له ډلې یې ۳۲ تنه مړه شوي او ۱۳۱ تنه ترې رغېدلي دي.
په نړۍ کې د کورونا وایرس حالت
په نړۍ کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر تر ۱۶۱۰۰۰ اوښتی دی.
د یاد وایرس په اړه د معلومات راټولوونکي امریکايي چانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې ، د اپرېل تر ۱۹مې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته شوو شمېر تر دوه اعشاریه درې میلیونه اوښتی دی.
د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې ، دا وایرس تر اوسه د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو او سیمې کې خپور شوی دی.