د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپان پخوانی وزیراعظم شینزو ابې وژل شوی دی


شینزو ابې له ۲۰۱۲ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې د جاپان وزیراعظم وو - پخوانی انځور.
شینزو ابې له ۲۰۱۲ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې د جاپان وزیراعظم وو - پخوانی انځور.

رپورټونه وايي چې د جاپان پخوانی وزیراعظم شینزو ابې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال تر ویشتل کېدو څو ساعتونه وروسته مړ شوی دی.

د جاپان اېن اېچ کې ټېلېوېژن د جولای پر اتمه د نوموړي مړینه اعلان کړه.

د جولای اتمې پېښه په جاپان کې خورا نادره بلل کېږي ځکه هلته د وسلو ترلاسه کولو قوانین ډېر سخت دي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي جنايي پېښو سطح ټیټه ده.

د کابینې مشر سېکرټر هیروکازو ماڅونو ویلي دي چې ۶۷ کلن ابې د جولای پر اتمه له ځايي وخت سره سم، سهار شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې تر ویشتل کېدو وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.

پولیس وايي، یو ۴۱ کلن کس یې د ابې ویشتلو په تور نیولی دی.

یو پولیس د جولای پر اتمه د شینزو ابې د ویشتلو په تور د مشکوک کس نیولو پر مهال.
یو پولیس د جولای پر اتمه د شینزو ابې د ویشتلو په تور د مشکوک کس نیولو پر مهال.

اېن اېچ کې ټېلېوېژن ویلي دي چې ګرفتار کس تېڅویا یاماګاني نومېږي او پولیسو ته یې ویلي دي چې له ابې څخه مطمین نه وو او غوښتل یې چې و یې وژني.

پخواني جاپاني وزیراعظم د جولای پر ۱۰مه د پارلېمان د مشرانو جرګې یا سېنېټ د انتخاباتو لپاره کیمپېن کاوه. په انتخاباتو کې د ابې د ګوند د بریا اټکل شوی دی.

شینزو ابې د ۲۰۱۲ز کال له پای څخه د ۲۰۲۰ز کال تر سېپټېمبر پورې د جاپان وزیراعظم وو. په دې توګه هغه لومړی سیاستوال وو چې تر ټولو اوږده موده د وزیراعظمۍ پر دنده پاتې شو.

د شینزو ابې وژنې د نړیوالو سیاستوالانو غبرګونونه پارولي دي.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر ټوېټر په بیانونو کې پر ابې د برید او د هغه پر مړینه زښته خواشیني ښوولې.

مودي ویلي دي چې د پخواني وزیراعظم شینزو ابې د "درناوي" لپاره یې په هند کې د جولای پر نهمه "ملي ماتم اعلان" کړی دی.

د اسټرالیا پخواني وزیراعظم ټوني ایبټ پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د ابې وژنه د "جاپان، اسټرالیا او یوې داسې نړۍ لپاره لوی زیان دی چې پکې جمهوري هېوادونه متحد" دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG