د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف ګوند دننه اختلافات څه نتیجې لرلای شي؟


له ښي طرفه: جهانګیر ترین، عمران خان او شاه محمود قریشي د یوې جلسې پر مهال - د ارشیف انځور.
له ښي طرفه: جهانګیر ترین، عمران خان او شاه محمود قریشي د یوې جلسې پر مهال - د ارشیف انځور.

روانه اوونۍ د پاکستان تحریک انصاف یوه مخکښ سیاستوال جهانګیر ترین د ګوند دننه د ډلې یا ګروپ جوړولو خبره وکړه چې په غبرګون کې یې د وفاقي وزیر اسد عمر په ګډون د ګوند یو شمېر پارلېماني غړو او ډېریو خلکو د وزیراعظم عمران خان د ملاتړ څرګندونې وکړې.

د ګوند سیاستوالانو او پلویانو پر ټولنیزو شبکو "زه له عمران خان سره ولاړ یم" په نوم هیشټیګ ولیکه او د وزیراعظم د پلوۍ اعلان یې وکړ.

د پاکستان وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د خبري غونډې پر وخت د چا نوم ياد نه کړ خو ویې ويل چې له "مافیاګانو" سره د ملي جوړجاړي لنډمهاله قانون "نیشنل ريکنسيليېشن اورډېننس یا اېن ار او" نه خپروي.

ده وویل، "دا ټولې مافياګانې چې راټولې شوي او له ما د اېن ار او اخیستو کوشش کوي نو دوی به کله هم کاميابې نه شي، ځکه چې زه کله هم دوی ته اېن ار او نه ورکوم. دوی به تر قانون لاندې راولم او دا زما لومړی مقصد دی."

په پاکستاني سیاست کې د اېن ار او اصطلاح په ۲۰۰۷ز کال کې تر هغې وروسته دود شوه چې پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د ملي جوړ جاړي لنډمهالی قانون (اېن ار او) په لاسلیکولو هغه ټول سیاستوالان، سیاسي فعالان او بیوروکراټان وبښل چې ورباندې د درغلۍ تورونه پورې شوي ول. د پیپلز ګوند مشره بېنظیر بوټو هم په ۱۹۹۹ز کال کې د مشرف له کودتا راهیسې جلاوطنه وه. مشرف پر هغې هم د درغلۍ تورونه پورې کړي ول او ویلي یې ول چې که هېواد ته ستنه شي نو د احتساب ادارې له لارې به ورڅخه پوښتنې او پلټنې کوي. له هغه وخت راهیسې پیپلز ګوند ته یې مخالفانو پېغور ورکاوه چې له پوځي واکمن سره یې جوړ جاړی وکړ.

د عمران خان په خبرو کې د مافیا لفظ اشاره ترین ته وه چې په ۲۰۱۹ز کال کې د چینۍ یا بورې په بحران پیدا کولو تورن شوی وو. ترین د پاکستان د چیني له لویو کارخانه دارو یو بلل کېږي او ورباندې تور پورې شوی وو چې د چینۍ مصنوعي کمښت په پیدا کولو یې د بورې له لوړو شویو بیو ګټه اخیستې وه. ترین پر ځان پورې شوی تور رد کړی وو خو وزیراعظم یې پر ضد د پلټنو امر وکړ.

د وزیراعظم پخواني ملګري جهانګیر ترین په غبرګون کې وویل چې د چینۍ مافیا خبره بې بنسټه ده.

نوموړي د مې پر ۱۹مه په لاهور کې خبریالانو ته ویلي ول چې په پنجاب اسمبلۍ کې یې خپل ګروپ یا ډله جوړه کړې. هغه په پنجاب کې د تحریک انصاف پر حکومت نیوکې وکړې. "دا چې ویل کېږي چې د چینۍ مافیا دا او هغه وکړل نو په هغو کې حقیقت نشته. زما خلاف چې کوم درې [ابتدايي معلوماتي رپورټونه یا] اېف ای ارونه دي، په هغو کې په یو کې هم د بورې له سره ذکر نشته. دا هرڅه زموږ خلاف انتقامي کارروایي کېږي. د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ چې پنجاب حکومت – چې زما د ډلې کسان یې هم غړي دي – زموږ خلاف کارروايي کوي، زما د ګروپ پر غړو فشار اچوي. نورې انتقامي کارروایۍ هم کېږي خو زه یې دلته وضاحت ورکول نه غواړم."

په پاکستان تحریک انصاف ګوند کې اوسني اختلافات تر هغې وروسته برسېره شوي چې تېر کال په مارچ کې په هغه هېواد کې د چینۍ له بحرانه د جهانګیر ترین د ګټې اخیستو خبره وشوه.

د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) پر ترین او د هغه پر زوی علي ترین د تورو پیسو سپینولو (مني لانډرېنګ) مقدمه هم دایره کړې. ترین پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

د شنونکو دریځ

د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم څانګې استاد توصیف احمد وايي، که عمران خان د چینۍ په قضیه کې ترین بښي یا اېن ار او ورکوي نو اپوزیشن ورته ستونزې جوړولای شي او که یې نه بښي نو ترین په پنجاب او مرکز کې د پاکستان تحریک انصاف له حکومته د خپلو ملګرو په ایستلو حکومت ړنګولای شي.

توصیف د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، دې هر څه ته په کتو داسې هم ښکاري چې اېسټیبلېشمنټ د عمران خان له حکومته مطمین نه دی او غواړي چې د جهانګیر ترین او اپوزیشن ګوندونو په مقابله کې د عمران خان له ملاتړه لاس واخلي.

احمد ګڼي چې پوځي اېسټیبلېشمنټ بدلون غواړي. خو د پاکستان پوځ په وار وار وېلي دي چې په سياست کې لاسوهنه نه کوي.

هلته د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز (لمز) د سیاسیاتو څانګې استاد رسول بخش رییس دا خبره "تشې مفروضې" بولي چې ګواکې پوځ د عمران خان له حکومته مطمين نه دی او ختمول يې غواړي.

نوموړي د مې پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې پر جهانګير ترين تورونه دي چې په چينۍ کې يې په ناجايزه توګه اربونه روپۍ پیدا کړي نو چې اوس يې پر ضد حکومت قانوني اقدامات کوي نو هغه وايي چې دا انتقامي کارروايي ده.

جهانګیر ترين ویلي دي چې هغه له پاکستان تحريک انصاف ګوند نه ووځي او تمه لري چې وزيراعظم به ورسره انصاف وکړي خو رسول بخش ريیس او توصيف احمد وايي که د ترين او وزيراعظم ترمنځ روغه نه کيږي او هغه خپل ملګري له پنجاب او قامي اسمبلۍ باسي نو د وزيراعظم عمران خان حکومت له خطر سره مخامخېدای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG