د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې درې ورځنۍ "پښتون قامي جرګه" روانه ده


پښتون قامي جرګه په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو غږېږي - د مارچ ۱۱مې انځور.
پښتون قامي جرګه په پاکستان کې د پښتنو پر ستونزو غږېږي - د مارچ ۱۱مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب په درې ورځنۍ "پښتون قامي جرګه" کې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو پر ستونزو او د هغو د هواري پر لارو چارو بحث کېږي.

جرګه د مارچ پر ۱۱مه غرمه مهال د بنو د ميراخېلو د کرکټ په لوبغالي کې پیل شوه. د جرګې په تالار کې د شاوخوا ۱،۰۰۰ کسانو د ناستې لپاره څوکۍ ایښوول شوې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د مارچ پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې جرګې ته یې د پښتون وطن ملتپاله او مذهبي سياسي ګوندونو، ليکوالانو، ښوونکو، پوهانو، مسلکي کسانو، قبايلي مشرانو، ديني عالمانو او ښځو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

د جرګې په بلنليک کې راغلي چې په ناسته کې د پښتنو په سيمو کې د ناامنیو، د خلکو د بېکورۍ او پر وسایلو د واک و اختیار په اړه بحث کېږي او ګډونوالو ته پکې خواست شوی چې په دې جرګه کې دې "خپله پوهه او عقل" شريک کړي او د "پرېکړو د عملي کېدو لارې چارې" هم وسنجوي.

اڅکزي زياته کړې وه چې په بنو ښار کې د پښتون قامي جرګې اجنډا او واک به یې د ګوند نه بلکې د ګډونوالو وي.

محمود خان اڅکزي د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۲۳مه په مسلم باغ کې د ګوند د بلوچستان صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د جنازې پر مهال ورغونډو لسګونه زره کسانو ته په وينا کې اعلان وکړ چې درې مياشتې وروسته به د خيبر پښتونخوا په بنو کې پښتنو ته "د ورپېښو ستونزو" د حل په موخه جرګه کوي خو دغه جرګه هغه وخت و نه شوه.

د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې تر دې مخکې هم یوشمېر جرګې شوې دي. پښتون ملتپاله مشر افضل خان لالا په ۱۹۹۰ز لسیزه کې د قامي جرګو لړۍ پیل کړې وه. په تېرو درو کلونو کې عوامي نیشنل ګوند او مزدور کسان پارټۍ دوه جرګې کړې دي خو د دې ډول جرګو پرېکړې په تېرو وختونو کې اکثر نه دي عملي شوې.

XS
SM
MD
LG