کوټه - د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې په صوبه کې خلک له کورونا وایرسه د خوندي کولو لپاره به لا زیات ګامونه پورته کوي.
د بلوچستان د اعلا وزیر جام کمال خان په مشرۍ د اپرېل پر ۲۲مه یوه غونډه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د شویو ګامو جاج واخیستل شو.
په غونډ کې وویل شوي چې د روژې په مناست کې د کوټې ښار په ۵۹۰ جوماتونو کې د تراوېح لمونځ کېږي.
دا هم ویل شوي په صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره مهمه ده چې هر کس به خوله او پوزه پټوي او که څوک دا نه کوي د هغه پر ضد به قانوني ګامونه پورته کېږي.
لا زیات ټېسټونه او اقتصادي اقدامات
بلخوا د روغتیا صوبايي وزارت وویل، د پي سي ار مشینونه به په راتلونکو دوو ورځو کې خپل کار پیل کړي چې تر هغې وروسته به د روغتیا اداره نه یوازې د کورونا ټیسټ د نتیجو ژر معلومولو توان ولري بلکې د کورونا وایرس معاینې به هم څو چنده زیاتې شي.
په عین وخت کې، د اپرېل پر ۲۲مه ماښام د حکومت او سوداګرانو د ټولنو ترمنځ په کوټه او د صوبې په نور برخو کې د ټولبند پر مهال د هغو بازارونو د خلاصولو په اړه هم غونډه شوې ده چې پکې رخت او د روژې لپاره شیان پلورل کېږي.
د کورونا وایرس نوې پېښې
بل لوري ته په بلوچستان کې د کورونا وایرس ۵۷ نوې پېښې ثبت شوې دي.
په کوټه کې د روغتیا د چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې له نویو پېښو سره په صوبه کې د ناروغانو شمېر ۵۵۲ ته رسېدلی.
بیان زیاتوي چې په صوبه کې تر اوسه ۱۶۸ کسان له ناروغۍ جوړ شوي او اته ورڅخه مړه شوي دي.
د فېسبوک تبصرې