د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ګڼو هېوادونو بایډن ته مبارکي ویلې، روسیه خاموشه ده


امریکايي رسنۍ وايي، جو بایډن او کاملا هیرېس د ۲۰۲۰ز کال ولسمشریزې ټاکنې ګټلې دي.
امریکايي رسنۍ وايي، جو بایډن او کاملا هیرېس د ۲۰۲۰ز کال ولسمشریزې ټاکنې ګټلې دي.

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ډېموکراټ ګوند نوماند او پخواني مرستیال ولسمشر جوزف ر. بایډن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بريا مبارکي ورکړې خو روسیې لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر اوومې پر ماخوستن پر ټوېټر بایډن او هیرس ته مبارکي وکړې او ویلي یې دي چې له دواړو سره یو ځای د کار کولو په تمه دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډېموکراټ کاندید جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملې هیرېس ته د بریالیتوب مبارکي ورکړې.

ولسمشر غني د نومبر پر اتمه پر ټوېټر لیکلي چې افغانستان له خپل اساسي متحدې امریکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو په ګډون د دوه اړخیز ستراتیژیک شراکت لا پیاوړي کېدو ته سترګې په لاره دی.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دفتر د نومبر اتمې تر ماسپښينه د بایډن بریا په اړه هېڅ بیان نه وو خپور کړی.

د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل د نومبر پر اوومه په بيان کې وويل چې له منتخب ولسمشر بایډن سره همکارۍ ته سترګې په لار ده.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ بایډن ته مبارکي ورکړې او پر ټوېټر یې ليکلي: "زه جو بایډن د يو قوي ملاتړ کو,نکی په توګه پېژنم او له هغه سره نېږدې کار کولو ته سترګې په لار یم. یو قوي ناټو د شمالي امریکا او اروپا دواړو لپاره ښه ده."

د اروپایی اتحادیې مشرانو شالس مېشل او اورسولا فن دېر لېین د بایډن ټاکنه وستايله او د اوقیانوس بحر دواړو خواوو ترمنځ یې د اړيکو پياوړي کولو غږ وکړ.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون پر ټوېټر ليکلي چې "امریکایانو خپل ولسمشر غوره کړی. جو بایډن او کاملا هیرېس ته مبارکي وايو. موږ د موجوده وخت ننګونو لپاره ډېر کار ته اړتيا لرو. راځئ چې یوځای کار وکړو."

د کاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو وویل چې د حکومت په استازیتوب جو بایډن او کاملا هیرېس ته د امريکا راتلونکي ولسمشر او مرستیالې ولسمشر په توګه مبارکي وايي.

د برتانیا وزيراعظم بورېس جانسن چې د ټرمپ نېږدې ملګري او ملاتړي په توګه لیدل شوی، بایډن او هیرېس ته یې په "تاریخي بریا" مبارکي ورکړه.

جانسن وویل "امريکا زموږ تر ټولو مهم متحد ملګری هېواد دی او زه هیله لرم چې د اب و هوا له بدلون څخه تر تجارت او امنیت پورې زموږ ګډو لومړیتوبونو باندې له نېږدې کار وکړو."

ایرلینډ هم بایډن ته د امريکا "منتخب ولسمشر" په توګه مبارکي ورکړي ده.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG