د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ کې لښکر د پېنځو کسانو کورونه سوځولي


پولیس وايي د سالارزیو لښکر ضد مقدمه دایروي
پولیس وايي د سالارزیو لښکر ضد مقدمه دایروي

د باجوړ د سالارزیو پر هغه لښکر ډزې شوې دي چې په بالم خار سیمه کې د یوه کس د یو تن د وژنې په تورد پېنځو کسانو کورونو سوځولو ته ورغلي ول.

چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، په ډزو کې د لښکر دوه ګډونوال وژل شوي دي.

څه پېښ شول؟

د سالارزیو د پولیسو یو افسر ګلزر خان د اګست پر پېنځمه مشال راډيو ته وویل، تر دې پېښې یوه ورځ مخکې ځینو وسله والو د سیمې یو ځوان محمد رییس وتښتاوه چې وروسته یې په یوه شاړه کې مړی وموندل شو.

د ده په خبره، پولیسو لومړی هغه ګاډی وموند چې پکې رییس تښتول شوی وو او وروسته یې د ګاډي مالک نعمت الله ونیو چې ورباندې د نوموړي د وژنې تور پورې شوی.

د سالارزیو ولس تر دې پېښې وروسته جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې په پېښه کې د ککړتیا په تور د پېنځو کسانو کورونه سوځوي.

د کورونو سوځل

د سیمې پولیس او اوسېدونکي وايي، د سالارزیو یو لښکر د اګست پر پېنځمه د نعمت الله د پلار حبیب باچا په ګډون څلور کورونه وسوځول او د پېنځم کور پر لوري چې روان شول نو له هغه ځایه ورباندې ډزې وشوې چې پکې امان الله او دلبر ولګېدل.

د ضلعې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر وزیر ساپی وايي، روغتون ته د دواړو کسانو مړي وروړل شوي ول.

لښکر پر ډزو سربېره پېنځم کور هم وسوځاوه.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د جرګې تر پرېکړې وروسته د ټولو کورونو اوسېدونکي بل ځای ته تللي ول.

د لښکر ضد مقدمه

د پولیسو افسر ګلزر خان وايي، د باجوړ د پولیسو مشر د امنیتي حالت سمولو په موخه سیمې ته ګڼ سرتېري استولي دي.

دی زیاتوي چې د لښکر ضد مقدمه دایروي ځکه چې هغوی د قانون سرغړونه کړې او د کورونو سوځلو پر مهال د لښکر ګډونوالو پر پولیس سرتېرو ګوزارونه هم کړي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۱۸ز کال په مې کې تر اییني بدلون وروسته قبایلو ته د پولیسو او عدالتونو نظام وروغځاوه خو پر دې سربېره هلته اکثر د ځايي مشرانو جرګې پرېکړې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG