د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف "خړ لېسټ" کې د پاکستان ساتلو یا نه ساتلو فیصله کوي


د اېف اې ټي اېف غونډه به د فبرورۍ تر ۲۱مې روانه وي
د اېف اې ټي اېف غونډه به د فبرورۍ تر ۲۱مې روانه وي

پاریس - د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره (اېف اې ټي اېف) د فبرورۍ له ۱۶مې څخه عمومي غونډه پیلوي چې پکې د ترهګرۍ تمویل او تورو پیسو سپینولو د مخنیوي پر لارو چارو او د هېوادونو پر اقداماتو بحث کېږي.

پاریس مېشتې ادارې د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډيو ته په استولي برېښلیک کې ویلي چې په غونډه کې د "یو شمېر هېوادونو په اړه بحث"کېږي خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

اېف اې ټي اېف پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې دا غونډه به د فبرورۍ تر ۲۱مې پورې روانه وي چې ټاکل شوې پکې له خړ لېسټه د پاکستان پر ایستلو یا نه ایستلو هم غور وشي.

اېف اې ټي اېف د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر کې پاکستان ته د شاوخوا څلور میاشتو نېټه ورکړې وه چې د ترهګرۍ تمویل او پیسو مینځلو مخه ونیسي.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د یادې ادارې د څار په خړلېسټ کې دی.

اېف اې ټي اېف د پاکستان پر برخلیک پر داسې مهال غږېږي چې د فبرورۍ پر ۱۲مه، د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل په دوو قضیو کې مجرم وګرځاوه او ورته یې د بند سزا واوروله.

د سعید وکیل وايي لوړ عدالت ته د فیصلې ضد غوښتنلیک ورکوي
د سعید وکیل وايي لوړ عدالت ته د فیصلې ضد غوښتنلیک ورکوي

پر سعید او لشکر طیبه وسله والې ډلې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د ترهګر برید پلانولو تور دی چې پکې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

سعید پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي او وکیل یې خبریالانو ته وویل چې د فیصلې ضد به لوړ عدالت ته ځي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، همدا د اېف اې ټي اېف د بندیزونو تور لېسټ ته د لویدو فشار وو چې د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په ډېسېمبر کې سعید رسماً د ترهګرۍ تمویل په تور، تورن کړ.

د الجزیره ټېلېوېژن پر ووبپاڼه په یوه لیکنه کې راغلي چې د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره به په خپله راتلونکې غونډه کې د پاکستان د اقداماتو تر ارزونې وروسته دا پرېکړه وکړي چې ایا هغه هېواد سپین کړي او که نه تور لېسټ ته یې واچوي.

د بندیزونو تور لېسټ ته داخلېدل د پاکستان وار له مخه خراب اقتصاد لا ځپلای شي خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جنورۍ پر ۲۴مه په خبري غونډه کې تمه ښوولې وه چې له اوسني خړ لېسټه به ووځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG