د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایټالیې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه اخېستي


د ایټالیا د وینس ښار انځور چې سیلانیان پکې په داسې حال کې ګرځي چې ماسکونه یې اغوستي

ايټاليا د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره د سخت اقدام په توګه هغو سيمو ته د خلکو تګ راتګ محدود کړی چې وايرس زياتې ځپلې دي.

د هغه هېواد وزيراعظم جوزيپی کونټي د مارچ پر اتمه نېټه خبرې غونډې ته د وينا پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې شمالي لومبارډي سيمې ته دې يوازې د ډېرې اړتيا په صورت کې تګ راتګ کوي.

په اروپا کې ایټاليا هغه هېواد دی چې کورنا وايرس زيات ځپلی دی.

کونټي په ۱۴ صوبو کې د بېلا بېلو ځايونو د تړلو اعلان وکړ.

"د ایټاليا په شمالي سيمو کې به په شراب خانو، نڅا سکولونو، قمارخانو، لوب ځايونو، ډسکوګانو او نورو ځايونو کې هېڅ ډول سرګرميانې نه وي. ميوزيمونه او نورې کلتوري ادارې به تړل شوې وي. بارونه او رېسټورانونه به په دې شرط خلاص وي چې که دوی د حفاظتي اقدام په توګه د ګاهاکانو ترمنځ د يو يو ميټر فاصلې ساتلو خيال وساتي."

وزيراعظم زياته کړه چې هغو سيمو ته به پر تګ راتګ بشپړه بنديز نه وي او هرکس به دا ثابتوي چې تګ راتګ يې بيخي اړين دی.

د حکومت له دې ګامه به د ایټاليا ۲۵ فيصده خلک اغېزمن شي.

تر دې وړاندې د ایټاليا ولسي تحفظ ادارې مشر د مارچ پر اتمه نېټه وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورنا وايرس ۱۲ سوه نور کسان اخته شوي دي.

له دې سره په ایټاليا کې د ناروغانو شمېر ۵۸۸۳ ورسېد.

په هغو سيمو کې به د اپريل تر درېیمې نیټې پورې سکولونه تړل شوي وي او د طبي کاروونکو رخصتيانې به وځنډول شي.

په شمالي برخو کې ميلان هم راځي چې د ایټاليا اقتصادي پلازمينه بلل کېږي چې د نفوسو شمېر يې ۱۴ لکه دی خو له کورنا وايرس اغېزمنه شوې د لومبارډي په نوم په دې سيمه کې شاوخوا لس ملين کسان ژوند کوي.

په بلغاريه کې هم د چارواکيو په وينا د مارچ پر اتمه نېټه څلور نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت وار له مخه د انفلوينزا په اړه بېړنی حالت اعلان کړی او تر ۱۱ مارچ پورې يې سکولونه تړلي دي.

په چين کې د مارچ پر اتمه نېټه هغه ودانۍ ړنګه شوه چې پکې د کورونا وايرس ناروغان قرنطین شوي ول.

په هغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي او د چارواکيو په وينا، په ودانۍ کې بند کسانو د را اېستلو کار روان دی.

پېښه د چين په ساحلي صوبه کې شوې ده.

کورنا وايرس د ۲۰۱۹ م کال ډېسېمبر مياشت کې لومړی په چين کې پېدا شوی وو چې تراوسه پورې په هغه هېواد کې تر ۸۰ زره زيات کسان پرې اخته شوي دي.

چارواکيو ويلي چې د مارچ پر اتمه ۴۴ نور کسان په وايرس اخته او ۲۷ کسان ورڅخه مړه شول چې ورسره په چين کې د وژل شويو شمېر ۳۰۹۷ ته رسېدلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، کورنا وايرس د نړۍ ۱۰۳ هېوادونو ته خور شوی چې د مارچ تر اتمې پورې ورڅخه يو لکه شپږ زره کسان ناروغه شوي او ۳۶۰۰ مړه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG